د غربت ځواني
د غربت سوي ځواني
لکه ځمکه باراني
زما زور زما ځواني
ستا په حُسن قرباني
دا د مینې خزانې
زما برخه اسماني
عقل تل په ټپو ړوند
عشق رانجه سلېماني
دا د سرو ګلو موسم
دا بې کچه ځانځاني
د زړګي سیوری پیتاو
د یو ښکلي ارماني
صوفي ګرځي په براق
مُلا ناست دی پېزواني
دا د ویرې نه سجدې
دا د ډب مسلماني
ستا د حُسن ترانې
راته یادې زباني
د دولت هر یو انبار
نه دی فضل رباني
په هر طاخ کې دي پراته
ستا خطونه پخواني
محبت څه دی اشنا
سلطاني ده سلطاني
پېښور کې ملنګي
او په کلي کې خاني
چې پېدا شومه پښتون
ربه ستا مهرباني!
چې ورتلې په "اباسین"
اوس کوه پهلواني
(اباسین یوسفزی)
