دوينو جام ددوزخ په څنډو
* * *
دوينو جام
يه آسمانه، بيا دې څه لوبه آغاز کړه ؟
بيا دې کومه غمپروره نغمه سازکړه
ټول وطن مې دعمرونو غمکده شو
زړه دې يخ که ، ورته خانده ، ورته نازکړه.
******** * *
دآسمان په لاس کې بيا دوينو جام دى
بيا يې کړى قربانۍ ته ،زما لام دى
ټول وطن راته دسرو وينو درياب شو
ورځ مې شپه ده، هر سهار راته ماښام دى.
* * *
دوحشت په اور کې سوزي ، ايرې کيږي
دوطن هستي مې ټوله نابوديږي
دښمنانو هسې اور راته کرلى
چې يو ريبم سل يې نور رازرغونيږي.
* * *
دوحشي ستم دوران دى په وطن کې
هر قاتل اوس قهرمان دى په وطن کې
دوطن لمنه سره ده په سرو وينو
جوړ دسرو وينو باران دى په وطن کې.
* * ** *
سرې لمبې دي، دبابا وطن مې سوزي
زړه مې سوزي، ځان مې سوزي تن مې سوزي
په ګلونو مې سکروټې راوريږي
باغ مې سوزي، ښايسته چمن مې سوزي.
* * *
ته مې چې لاس ورکه دښمن شو « دوست » هر يو
اهورا مې چې باله ، اوس اهريمن شو
هر يو راغی، زه يې چور کړم، زه يې بور کړم
شو. قرباني، زما وطن هريو لاړه
* * *
وطن وران شو، ملت چور شو، ولس خوار شو
څوک په يوه او څوک په بل نامه ازار شو
شوه ډوډۍ نه شول، " کالي"، نه شو " کور" نه مو
څه چې پاتې له نيکو وو، تارو مار شو.
* * *
سهار وينې رابهيږي ، ما ښام وينې
صراحي نه وينې څاڅي له جام وينې
څه دوينو زمانه شوه لويه خدايه
اغاز وينې راته ښکاري، انجام وينې.
* * *
تا په کومه ګناه وژني، وطنداره ؟
قرباني يې بيا دکوم غاصب لپاره ؟
ستا له ورانو کنډوالو نه نور څه غواړي ؟
لاس نه اخلي دښمن دې له ازاره. چې
* * *
دوطن سپين سرې مور شوله سرتوره
داسمان دناکردو بهير ته ګوره
اوس د وينو په درياب کې ده ولاړه
چې پرون وه په سرو ګلو کې ولاړه
* ******** *
چې دګلو دانې وکرم ، اغزي شي
هر ګلرخ ته چې زړه ورکړم بازاري شي
پسى چې زه اقتدا وکړم " امام " هر
دمسجد له کونجه پورته شي، عاصي شي
* * *
چاپه يوه او چا په بل نامه خراب کړې
چا ايرې کړې، چا په سرو لمبو کباب کړې
! نه پوهيږم څه ګناه لرې وطنه
يې دسرو وينو درياب کړې. چې داهسې
* * *
دملت په اوږو سپور شي محترم شي
هم کعبه شي، هم ساقي شي، هم صنم شي
هم يې وژني هم په قبر ورته ژاړي
هم قاتل شي، هم قاضي يې دستم شي.
* * *
لويه خدايه ته دا توره شپه رڼا کړې
ټول افغان بيرته په خپل وطن بسيا کړې
شيطاني تروږمۍ وولۍ په ستورو
ورنه خلاصه دافغان دزړه دنيا کړې
آلمان جون ۱۹۹۴
***************************************************
ددوزخ په څنډو
راشه تر څنګه مې حسينه ساقي
دزړګي سره نازنينه ساقي
راکه درياب، درياب جامونه راکه
دعمر تږې يم، خمونه راکه
ساقي سکروټې راکه ، اور راکه
درد راکه، چيغې راکه، شور راکه
دخم تر څنګه مې بسيا که ساقي
داګونګه ژبه مې ګويا که ساقي
دشپې په دښته کې مې شپه ده ساقي
شپه مې دزړه په کور خپره ده، ساقي
راکه دميوو سباوون راکه
درڼا جام راکه ژوندون راکه
راکه دلمر غوندې روښانه شراب
راکه بې پيله بې پايانه شراب
هغه شراب چې پکې ځان ووينم
ځلا دحسن دجانان ووينم
چې پکې هير کړم دابې خونده ژوندون
دابې ثمره، بې ګرځنده ژوندون
چې پکې ډوب شمه ، چې ورک شم پکې
چې له درندو غمونو سپک شم پکې
* * *
ساقي بيا راغی دغمونو ماښام
تياره ماښام دماښامونو ما ښام
ساقي راځه چې زمانه بله شوه
شوه بله اودانه بله لومه شوه
بيا زوړ زاهد په توبو بار راغلى
بيا د دروغجنې تقوا وار راغلى
بيا محتسب دى بيا تکفير دمينې
بيا دتسبو لړ شو زنځير دمينې
* * *
ساقي بيا راغلل دخزان بادونه
اورين بادونه دتوفان بادونه
بيا دوږمې سينه کې سا وچه ده
بيا دغوټۍ خوله کې خندا وچه ده
بيا د غونچې ګريوان له غمه څيرې
بيا دبلبل زړه له ماتمه څيرې
ساقي راځه چې ميکدې بلې کړو
تياره رابره شوه ډيوې بلې کړو
راځه چې واړوو خمونه په سر
ترخو اوبو کې سره اورونه په سر
راغلې غم دتيريدلو نه دى
دا وږى ديو دمړيدلو نه دى
دفلک سترګې ريا کارې سترګې
دروغجنې سترګې ګناهکارې سترګې
بيا خونړۍ ښکاري بيا سرې ښکاري
بيا داورونو سلسلې ښکاري
* * *
ساقي راځه چې بيا پيالې جګې کړو
پټو مستيو نه پردې جګې کړو
راځه ويدې نشې راويښې کړو بيا
بلې لمبې نشې راويښې کړو بيا
بيا درندانو هنګامه جوړه کړو
بيا د مستانو غلبله جوړه کړو
بيا د غوټۍ سترګو کې ناز وګورو
بيا په دانه کې دژوند راز وګورو
واورو د ګل د غوړېدو سندره
دشنه غزل دټوکيدو سندره
دمينې لوبه په فکرونو نه شي
په خامو خامو تدبيرونو نه شي
مينه د زړونو بليدنه غواړي
مينه له سره تيرېدنه غواړي
مينه په اوښکو کې خندا لټوي
مينه سکروټو کې بقا لټوي
راکه د مينې په نوم اور راکه
راکه د تاک د سترګو تور راکه
ساقي له ځانه ورکيدل غواړمه
د ميوو جام کې ډوبېدل غواړمه
خندا مې هيره له ژړا نه پردى
له ځانه تللى له دنيا نه پردى
ساقي د لويې ګناه تور ماتوم
دا دوزخي تنده په اور ماتوم
چا میکده، چا کړه کعبه بدله
چا ځان بدل کړ، چا کوڅه بدله
څوک د رنګونو په خم ولمبېدل
څوک د وختونو په باد ورپېدل
څوک مقتدي او څوک امام پسې لاړ
څوک په انګور او څوک په جام پسې لاړ
څوک يې کعبه څوک بتخانه کې غواړي
څوک يې د سهوې په سجده کې غواړي
: خو
زه له سجدوو زه له بتانو ستړى
زه له دروغجنو امامانو ستړى
زه نا آشنا په نا آشنا کلي کې
سترګې نمجنې د خندا کلي کې
زه ګناهګار زه بې ګناه ګناهګار
زه د سپيڅلې اقتدا ، ګناهګار
ساقي په ميوو کې لمبل غواړمه
د ګناه پيټي سپکول غواړمه
له ځانه تښتم د جانان په هيله
له کوره وځم د بيابان په هيله
زه د دوزخ په څنډو ولوبېدم
زه د جنت ګلو کې وسوزېدم
زه د کوثرو په خيال وزنګېدم
زه د وختونو په ټال وزنګېدم
ما خپله ورکه پيدا نه کړه چېرته
ما هغه تللې زما نه کړه چېرته
د نور په هيله په تيارو واوښتم
د ګل په لټه په اغزو واوښتم
په سپينو سپينو کې مې تور وليدل
غوښتل مې نور څه، خو ما نور وليدل
راکه ساقي راکه سپېڅلې اوبه
د تاک له سترګو څڅېدلې اوبه
راکه چې ويې څښم لمبه ، لمبه شم
اور شم، سکروټه شمه ، سره لمبه شم
ساقي! راغلى يمه وار ما توم
ساقي ! د ټول عمر خمار ما توم
رالیږنه،ترتیب او انتخاب : عبدالقادرمسعود
شاعر : صدیق کاوون توفاني
آلمان / اپريل / ۱۹۹۳
