اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

ټوټی ټوټی منګی

احساسه بس کړه سپلنی غوندی يم
په اور يم سوی ا و لوګی غوی يم

لکه د پيغلی له اوږو ګزار شي
ټوټی ټوټی هغه منګی غوندی يم

خپله يم تګی ا وبه بل ته وړمه
زه لکه سيند عليشنګی غوندی يم

که بل وطن کی زه پادشاه هم اوسم
ځان راته ښکاري چی پردی غوندی يم

افغانستانه لپه لپه ژاړم
زه هم د ستا دا مات زړګی وندی يم

د تخيل په وزر يار لټوم
لکه مجنون تل سحرانی غونی يم

حفيظ مليار يم دهجران له غمه
مدام زوريږم ليونی غوندی يم


Abdul Hafiz Malyar

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←