غزل
زه د پا کې خا ورې يم ا فغا ن يمه ما مــه وژنى
وايم کلمــه سم مسلمـــا ن يمـــه ما مــــه وژنى
زړه کې مې د ميني څــراغونـــه بل سا تلي دي
وه خلکوده هرسړي جا نا ن يمه ما مــه وژنى
چا پسي توپک اخلۍ اوچا ته يې شپېلۍ نيسۍ
نــه يم هغـــه کا ڼى يو ا نسا ن يمه ما مه وژنى
بېرته به کفن راوړې ،شريک به جنا زه کې يې
پټ د يو ښکلا غوند ي ارما ن يمه ما مه وژنى
څو به په سنګـــر کې ودښمن تــه سلامي کـوو
حق وايم پـــه لاره دقـر ا ن يمـــه ما مه وژنى
دواړه ،يو وجود وو سره بېل شو د بل چا په لاس
ستا د ارزوګا نـــو ترجمــا ن يمـــه ما مـــه وژنى
دې وطن کې ويني او سکروټې بې حسا به دي
زه د سـولې ږغ يم درروا ن يمـــه ما مــه وژنى
زه بشرمل غواړمه چې جنګ ورک شي له دې وطن
څراغ د سولې اخلــم، قهرما ن يمه ما مــــه وژنى
