اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

دري غزلي

غزل

نجيب الله اکرامي

چې يې له ماسره ټول عمر ناځواني کړې ده
عجيبه نه ده ما رقيب سره دوستي کړې ده

هيڅ نه پوهيږمه چې څه يې لټول ور پکې
نن يې زما د دواړو سترګو تالاشي کړې ده

ژوند يې راوښوده او ژوند يې رانه واخيست بيرته
هغې په ما باندې بس دا مهرباني کړې ده

په هغه لارو باندې مهځه چې ورکيږم درنه
دغه خبره راته هر وختې زړګي کړې ده

اوس به يې راکړي په دې سپين سهار دا سپينه خولګۍ
ځکه بيګا مې ورته ټوله شپه زاري کړې ده

غزل

نجيب الله اکرامي

دلته چې نوم څوک د عشق واخلي په سزا وخيژي
موږه چې چاله زړګى ورکړو بې وفا وخيژي

نه په سنګر نه په جومات او نه په بل کوم ځاى کې
دا مې ارمان دى چې د يار غيږ کې مې ساه وخيژي

دا يې څوم کال دى، چې د سپينې خولې وعده راکوي
ملګرو چېرې دا خبره به رښتيا وخيژي

ما ويلى ما به هڅوي راته به مينه ښايي
زما چې يار شي بيا ناصح شي بيا ملا وخيژي

دا خو نو ته وې چې دې پوى کړمه د يار په ارزښت
رقيبه زړه نه مې والله درته دعا وخيژي

غزل

نجيب الله اکرامي

تا پسې له کلي، ښاره وتى دى

زړه مې بس له خپل اختياره وتى دى

دغه ليونى په کاڼو مه ولئ

اوس ايله تازه له داره وتى دى

بيا به چېرته پروت په ميکده کې وي

ستا له دروازې بيزاره وتى دى

نه لري زړه تاب سترګې دې واړوه

دا له غلچکي ګوزاره وتى دى

هغه اکرامي چې ياديده به ځوان
خدايږو اوس بيخي له کاره وتى دى

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←