اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

مورنۍ ژبه

په نوروژبوچې مې خرڅه نه کړې
اې زما ګرانه ته مې مه هېر وه
د ډوډ ۍ ژبـــه لاتراوسه نـــه يم
ښکلې جا نا نه ته مې مــه هېروه

زما په نوم با ندې ته ژوند تېروې
تا ته مې پت پد ې جها ن بخښلى
د بل پــه ژبه تــه ويا ړنـــه کوې
ما درته نوم د ستر افغا ن بخښلى

څنګه په زړه کې له ما کرکه لرې
ما خوجها ن تـــه پېژندلى يې ته
چې و دښمن ته سجد ې نه کوې
زما پـــه سر با ندې ښا غلى يې ته

اې پــه نړۍ کې زما و يونکـو وروڼو
پـــه نوروژبومو ايما ن مـــه راوړى
له خوندو مــه اخلــى د حيا پړوني
وخپل نغري ته څه تا وا ن مه راوړى

چې زه دبل په کورکې هم ژوندى شم
ما د قلـــم ما د پوهنتــون ژبـــه کړئ
چې زوړتاريخ شي ورته بېرته په يا د
ما د هغـــه ننګيا ل پښتون ژبـه کړئ
کلات 21/2/2011

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←