اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

د پـښتو سندری

زار دی شـــــم قــــلـــمـــه د پـــــښـتــو ســـــندری لــــیکـــه

بـیا د پــښـتـونــــخــــوا د ســــرد رو ســــندری لـــیــکـــه

زه خـــپله ټـــپه پــخــپــل ربـــاب کـــــی غــــــږول غــــواړم

سـاز پـه یکه زار او یــــه قــربـــان شـروع کـــول غــــواړم

زه قـــا مـی وحـــد ت پـه زور د مــیــنی جــــوړول غــواړم

مــا تـه د خــپل قـــــا م د نـــنـګــیــالـــو ســـــندری لــیکــه

زار دی شــــم قــــلـمــه د پـــښـتـو ســـــنـــدری لـــیــکــــه

زه د ژونـــــدون نــاوی خــپل کالـه تــه راوســتل غـــواړم

زه ویــده شــعــور د پـــښـتـونـــوالــی ویـــښـــول غــواړم

زه پــښـتو لـیکل ، پـښـتو ویـل، پـښتو لـوستل غواړم

مـــاتــــه د خــــپل کــلـــــی د حـــجــــرو ســــــندری لــیکــه

زار دی شــــــم قــــلـــمــه د پـــښـتو ســــنــدری لـــــیکــه

زه تـا نـه قــلـمه تـــــیــره تـــــــوره جـــــــوړول غــــــــــواړم

تـا تـه د خـــوشــحـال نـیـکه پـــټـــکی پـه سرول غـــــواړم

لاره مـی پــښـتو ده د پــښـتو پـه لاره تـــلــــل غـــــــواړم

ســـتـوری تـه د ژونـــد د پــــسرلـــو ســنــدری لـــیـــکـــه

زار دی شــــم قــــلـمــه د پـــښـتـو ســـــنـــدری لـــیــکــــه

Poet: Late Dr. Kabir Stori, Singer: Mr. Janan Khayal

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←