اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

پښتون

پښتون داسی په نړۍ کې یو ټبــــــــــــر دی
چې که مشر دی که کشر پخپل ســـــــر دی

نیم سری پکې هیڅ چیری نه ځایــــــــــــــږی
ټول منونه وی که ښځه او که نـــــــــــــــــر دی

هر یومړی ئې په ښو سره یادیـــــــــــــــــــــږی
خو ژوندی ئې په دنیا کې در پــــــه در دی

لا لهانده د پیسو په ټولیـــــــــــــــــــــدو دی
تعلیم پریږ دی بی سواده بی هـــــــــــــنر دی

پیسه دار ئی بیا دوه دری ودونه کانـــــدی
امیرانو نه ئې بیا ورک کور او دفتــــــر دی

خپل خدمت ته بلا والی دی ملا مـــــــــاتی
خو پردیو ته ئې وهلی بیا ټټــــــــــــــــــر دی

ښکیلالګرو دی ويشلی په قومــــــــــــــونو
تقسیم شوی دا ملت په لر او بــــــــــــــــر دی

د سنګر او د مورچل لوی قهرمــــــــــان دی
خو په سوله کې تری ورک لار اوګودر دی

خو خپلواک دی پاتی شوی په ټول عمـــــر
ځکه لوړئی په نړۍ کې اوچت ســـــــــــر دی

میړنی دی غیرتی او میلمه پــــــــــــــــال دی
دا خو ځکه د پاڅون د زړګی ســــــــــــــر دی

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←