اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

په ژوند چې مي پوښتني ته رانغلې
يو ځلي و مزار ته خو مي راسه

اوس مه راپسي زاړه ارمان مه کړه
چې ما درته ويل په نصيب زما سه

دلته تاريکه ده هيڅوک نسته
زه په انتظار ستا يم راته راسه

يو ښه دي راته رسي نور څه نه
ته پورته راته لاس کړه په دعا سه

همداسي ډک زړګى راڅخه مه ځه
اوښکي توي کړه د قبر مي د پا سه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←