زه چې کله زانګمه ټالۍ کړمه
زه چې کله زانګمه ټـــــــــالــــۍ کـــړمــه
زړه کې دچا،يادډولۍ ډولۍ کـــــــړمــــه
کورکلي کې ښکليوباندې وګـــــــــرځــم
لږه لږه مينه ورډالــــــــــــــــۍ کــــــــــــړمــه
بيابه څانګې وکړمه راشين بـــــه شـــــــم
بيا که چرته مات باران ګلۍ کــــــــــــړمــه
بيابه پرګنۍ په ډول راټولې کــــــــــــــړم
بيابه زرکې مستې په شپــــــــېلۍ کــړمه
زه اوسېږم په تصويرکې لــــيـــونى شوم
دخپل زړګي په ويرکې لـــــيـــــونى شوم
ستادنوم ګردانولوستــــړى نـــــه کـــــــړم
په همدغه صرف ميرکې ليونى شـــــــوم
دسپين غرخمارسندرې راډالـــــــۍ کړې
په شمشاداوپه پامير کې ليــــــونى شوم
ملنګان به رانه ډېرې منــــــــډې وکـــــــړي
دميالي بابا ځنځيرکې ليـــــــونى شـــــوم
چې په خپل سکني ورورمې ډزې وکړې
ستا دپلارټوپک يم ديرکـې ليونى شوم
يوالهام راته دشپې په خـــــــوب کې وشو
ځواب ګله په شبګيردې ليــــونــى شوم
Izatullah Zawab
