اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

دمينې په زانګو کې ټالۍ

لېږونکی : ظفرخان « اهتمام»


په دنيا دي ډېر تېر شوي عاشقان
رښتياني ووعاشقۍ کې صادقان


هر يــــو دى تر خپل مرامه رسېدلى
ځکه اور باندې ځان سيځي پتنګان


شهزاده سيف الملوک بدرۍ جماله
د يوسف او زلېــــــــخا حال دى عيان


چې مجنون يې لېونى ملنګ کړو خلکه
د ليــلا وې تـــورې سترګې تور زلفان


شهزاده بــهرام يې ګـــوره سودايي کړ
سپين مړوند د ګل اندامې سورپېزوان


که قصه چا د ممتاز وي اورېــدلي
بې نظــــيرې پسې تل وو په ګرېان


عاشقي وه د فرهاد او د شيرينې
په درخــو باندې مين وو ادم خان


محبوبا چې جلاتي پسې سپره شوه
خوشالي پرې وکړه ستورو د آسمان

شهـــــــزادګۍ ګنبد شام ته نظر وکړه
تر قيامت يې لاس په نام دى هغه ځوان


فتح خان او درابيا قصـــه وګوره
شه خبر له ګلمکۍ او موسى خان


مومن خان دشيرينــۍ ورونو وژلي
چې ښکاره وو لکه لمر په دې جهان


تور دلى دشهۍ ګلې شيرين ياروو
صنوبر په زړه کې تل وه ګل ارمان


را په زړه کړه خاديخان او بيبو دواړه
چې مــابى وه معشوقه د ظريف خان


که د دوه سترګو ديدن د اشنا غواړې
صدقــــه کړه پسې مال اولاد او ځان


چې محروم د يار له وصله همېشه دى
له ډېـــــــر غمه عاشقان شو شاعران

چې د مينې په زانګو کې ټالۍ خــورمه
يم "سېلاب" ځاى مې کامه کې ارباپان


ارواښاد امان الله سیلاب ساپی

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←