اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

ګرانى سره خبرى

نه سى کوى انسان ددې ګرانى سره خبرى

کوى پيړول او ګيس بيعى د آسمان سره خبرى

راغلى ده ډېر وخته وررسته داسى ګرانى

وړي سى که غوړي سى کوى د ګرانى سره خبرى

ګرانى جوړه کړى هر دکاندار په خپل دُكان کښې

نه سى کوى ګيراک د دکاندار سره خبرى

ټول ولس مخامخ شوى دي د ګرانى سره

د ګرانى څخه ولس کوى د پريشانى سره خبرى

ټوله نړۍ مجبوره شوى ده ددې ګرانى څخه

ګرانى دا بلا کوى ددې ولس سره خبرى

اوس خو شوله زموږ په وطن باندى ګرانى

کوى نعيم په دې ګرانى کښې د مفلسى سره خبرى

…………………….…………………….

محمد نعيم کاکړ/کوټه

وخو نړي تاريخ يوه پاڼه

پښتانه وائى چى ډبره چيري پرته وي هوموه هغه درنه وې افغانان چى دثور دبدلون دمخه چى په خپل هيواد کښې ميشته وو نو څومره درانده او دنامه خاوندان وو خو کله چى دوي په ۱۹۷۸ء کښى دخپل وطن څخه راوو تواو کډه کولوته مجبورکړل شول په دوي څه خواري تيري شوي او هم تيريږي هغه دچاڅخه وډرنه دي خو ددي په ترڅ کښې ډير داسي هم په دي کډه کولو خوشحاله او سوکاله شول چى الته ې يوه ميږه نه لرله دکډ والي وروسته دوي دلويو ماڼيو شتمنيوپجاروگانو او محتبري خاوندان شول خو دوي داځائى ته څنگه ورسيد چى څوک ودي ته غټ مقام وائي خو زما په انددهغه ډول کسانو ډير څه دلاسه ورکړي دي چى د عقل خاوندان په دي خبره ښه پوهيږي په دي باندي نوري خبري کول عبث دي.

کله چى دسردار داؤدخان په کابل کښې شهيدکړل شو او څوک چى په واک او اختيار کښې راغلو ددوي مشرانو ددهغه عمل مخالفت وکړي او دسردار محمدداؤد خان او دهغه دکورني وژنه وغندله داپه هغه کتابو کښې راغلي دي چى ودهغه مشرانو ته نز دي وو خو يوه پيښه رامخ ته شوه او دوي ودي ته اړشول چى دهغه بهير مخ په وړاندي يوشې سردار محمدداؤدخان دوي مياشتى پاڅه لږ و ډير وخت وروسته ددهغه پيښى سره مخامخ شو کله چى دوي د شوروي اتحاد دمشر ښاغلى بريزنيف سره تاؤ ترخوالي کړي وو چى موږ ويلى شوي چى دهغه پيښه اتفاقيه وه بلکى ددي وشاته د ډير وخته څخه ددي تياري نيول کيدي او په افغانستان کښې داکار هغه چاوکړي چا چى ماسکوي خپله قبله جوړه کړي وه دوخت شوروي اتحاد مشرتابه چى کومي دسيسى او ساز شونه وکړو هغه هم دچاڅخه پټ نه دي ولي چى دوي په دي تاک کښې وو چى څنگه وافغانستان ته خپلى سري لښکر وردننه کړي او بلى خواته مخالف لوري امريکا او ملگري په دي هڅو کښى وو چى څنگه سري لښکري و افغانستان ته وردننه شي چى ددوي پلمه وافغانستان ته اوشوروي اتحادته جوړه شې

کله چى ببرک کارمل دشوروي اتحاد په ټينک وافغانستان ته راورسيدي او ترشاې په زراؤزاؤ سري لښکري راوستي هم هغه وخت دواشنگټن په سپنه ماڼى کښى دامريکا دوخت ولسمشر ښاغلى جمى کارټرته چى دي په خواږه خوب ويده وو داحال ورکول شونوده وخندل او وخپل روئيبارته ې وويل چى هم داخودوي غوښتو چى ددي څخه داڅر گنديږي چى څنگه دواړو مخالف لورو خپله مخه او هدف روان کړي وو خوددي پيښى وروسته دابده وشوه چى په گاونډ کښى يواځي په افغانستان کښې دويټ نام دبدل اخستلو تياري روان شو بلکى داهڅي هم وشوي چى په لگاؤ افغانان دخپل هيواد څخه راکډه کړي چى يوه خواته ددوي څخه جنگياليان جوړ کړي او بلى خواته دوي ونړي والوته هم داوښائى چى سري لښکري څومره زور زياتى کوي او ټوله نړي ودي ته راوپاروي چى دشوروي په ضد هراړ خيزه مرسته ترلاسه کړي دبده مرغه دشوروي او و دوي ته تيرگوندهم خپل سياست او خپلى گټي په نظر کښى ساتلى او سيمه ايزه او ژبني بهير ې مخ ته وړي چى دافغانستان په يوه خواکښى کلکى جگړي روانى وي او په بله خواکښى ترډيره کراري وه ددي دڅنگه هم شوروي او هم دناټو غړوملکو داهڅه کوله چى نه يواځي په افغان دولت کښې سره راټول سره لاس وگريوان کړي بلکى دگل بدين دحزب او دبرهان الدين ربانى دحزب په منځ کښى خو تودي جگړي هر وخت کيدلي که څه هم دگل بدين حکمت يار دحزب برخه په دي جهاد او جگړه کښې ډيره زياته وه او دهغه حزب ترټولو زياته مبارزه کوله خو دوي ټول دگاونډ څخه مايه کيدل چى دهغو خپلى گټي په پام کښې وي

که څه هم دهغه جگړي يوه نړي واله بڼه خپله کړي وه او د دنياجهان څخه په زياته بياد اسلامي نړي څخه په ډيرلوئي شمير جنگيالبان ودي جگړي ته راوستل شوي وو چى په هغه کښى يو اسامه بن لادن وو چى وروسته يولوئى نوم شو ولي چى دشوروي دهغه جگړه په اسلامي نړى کښې دجهاد په نامه کيدله او ددي دڅنگه ددوي گټي هم ورسره تړلي وي خوو لويديځي نړي ته دايوه لويه جگړه وه ولي چى وپنگه والي نړي ته دشوروي څخه ډيرلوئى خطر وو ځکه که وشوروي ته دوي ماته نه ورکولي او دوي ماته خوړلي نوبه ارومرو نړي دسوشلزم يااشتراکيت لاندي راتللي خوکه چيري دوي وشوروي ته ماته ورکړه دوي ځان او خپله پنگه خوندي کړه لنډه دا چى دخدائى بخښلى باچاخان په وينا چى داودوو زورورو جگړه ده چى موږ به پکښى ترپښولاندي شو هم هغه وشو؟ خودافغانانو دپاره په رښتيا هم يولوئى جهاد وواو دوي ډيري سرشندني او ډير شهيدان تر هيواد تر سرتير کړو او په ډيرلوئى شميرې محزوره او په لکاؤ لکاؤيې د کوره او دبدمرغيو سره تراوسه مخامخ کړو او په ډيروبدوحالاتو کښى په نورو ملکو کښى بى خوند ژوند تيروي خودپوښتنى څوک ي نشته لکه مخ کښى چى وويل شو چى دشوروي سره جگړه دافغانانو جهادووخودنورو دپاره يواځي دگټو دپاره مبارزه وي؟

افغانانو ددهغه جهاد څخه ولي يو ډول گټه ترلاسه نه کړه د دا لوئى علت دجگړي ټول واک او اختيار دنورو په لاس کښې وو دهغه جهادي ډلي په خپلو کښى ددمخه څخه لاس په گريون شوي وي نو کله چى سري لښکري دافغانستان څخه ووتلى ډاکټر نجيب الله تر دروکلو پوري افغان دولت په افغان پوځي ځواکو وساتي په دي نيت چى يو خوبه د جينواد سولي لوطنامه عملي شې دويم به دافغانستان ملى پوځ روغ پاته شي او بل به افغانستان دجهادي گوندو دجگړو څخه وځخورل شي خو داهر څه دباندنيانو دگاونډ يانو او د دواړو زورورو ملکو دگټو ومخ ته خنډ وو نو کله چى دجينو اپه شوي لوظ نامي دعمل کولو وخت راغلى دببرک دډلي لوړ پوړوديو لوئى گاونډي سره په مزا رشريف کښې غونډه وکړه او په لوظنامى دعمل نه کولو پريکړه ې وکړه ددي سره سم سم ې د ډاکټر نجيب الله په ضدودريدو ډاکټر چى يو مرکزي ارزښت ې لرلي او غوښتل ې چى په سوله ايز ډول واک دشوي پريکړي سره وسپاري دهغه هڅه دده پرچمى ملگرو ورشنډه کړه بلى خواته په گاوند کښى دافغانستان دپاره نوي حکومت دخپلو گټو دپاره وافغانستان ته اعلان شو چى دافغانانو په گټه او خوښه نه بلکى دنورو دپاره وو داځکه چى دهغه جهادي ډلوخپل هر څه ونوروته ددي دپاره سپارلى وو چى هر څه دهغو په گټه کيدوتورببلى. (نوربيا)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←