د مشعل شعرونه
د لطف الله مشعل شعرونه
غزل
چې په غاړه کې د پروت دى د دلبر لاس
شېخه ځکه ګڼې ته په دنيا بر، لاس
ابراهيم مې وېجاړ کړى دخيال بت دى
هېڅ تاثير ورباندې نه کا د آذر لاس
زه يو تن يم، بيلوى مې هېڅوک نه شي
که هر څو رانه څوک بېل کړي د خيبر لاس
خواره مېنه مې د دور کربلا شه
له هر خوا ورته را اوږد دى د شمر لاس
زه مشعل يمه د مينې سيلاب وړى
کاش چې خښ مې شي د وصل په ګودر لاس
22/جولايى 1994 ټل، پښتونخوا
--------------
غزل
بيادې لـه جنګه سترګې واړولې
که دې لـه ننګه سترګې واړولې
څومره بې خوده شوې خماره ياره
چې دې لـه بنګه سترګې واړولې
دسر او تال نغمو نشه، نشه کړې
که دې لـه ترنګه سترګې واړولې
دمحل هره خواد ستوري ستوري
چې مې لـه څنګه سترګې واړولې
کوم خوشال خان دې بيا په سترګو کې شو
چې دې اورنګه، سترګې واړولې
په ودان کلي کې به تل وې مېلمه
اوس دې لـه ړنګه سترګې واړولې
دمشعل زړه دې څه بې درنګه يوړو
چې دې بېدرنګه سترګې واړولي
داکتوبر 15 مه 1995
ټل، پښتونخوا
----------------------
غزل
زما د زړه په کور کې، کور جوړوي
ياد دې محل څومره په زور جوړوي
په چپو شونډو دې اظهار دمينې
څه هنګامې جوړوي، شور جوړوي
زمونږه شونډې، شونډې څه پيژني
دا خلک هسې پسې تور جوړوي
پېرزو يې نه شي په مونږ فصل دګل
د چم رقيب مو ځکه لور جوړوي
زما لـه مينې او دتا لـه ښکلا
فطرت لګيا دي يو انځور جوړوي
2/10/1998 ټل، پښتونخوا
----------------------
پردېس شهيد
زما خوږې محبوبې
زه خبر شوى يم چې کډې موځي
دخپل وطن په لوري
مخکې له دې چې له سرحده واوړې
او له دې کېمپه ته د تل لپاره
لاړه شې ګران وطن ته
دا ځوانيمرګ شهيد دې
يواځې چاته پرېږدې
په دې سپېره دښته کې
چې په کلونو به بيا
زما مزار ته څوک راونه ګوري
او دخلوص او محبت په ياد به
زما دقبر په زړه لکړه
دعقيدت دسمال څوک ونه تړي
يه زما ګرانې پښتنې محبوبې
ته چې زما په نوم تور سر سپينوې
زه دلحد د غټو تيګو لاندې
ستا دوصال په تمه شپې تېروم
هر مازيګر چې ته تر قبره راځې
او زما د قبر په زړه لکړه
دخپلې مينې دسمال وځړوي
زما په مړه وجود کې
دمحبت ساګانې وچليږي
ځان کړم راپورته چې دې ووينمه
خو دا لحد دا غټې غټې تيګې
مې دتندي سره ټکرې وخوري
او په مايوس انداز کې
بېرته دقبر تل ته وغورزيږم؛
زما خوږې مېرمنې
مخکې له دې چې ته د تل لپاره
ماپه دې دښته کې يواځې پريږدې
يو واري ځان تر ما راورسوه
زما د قبر د لکړې لاندې
زما په سر باندې دانېغه شناخته
دمحبت په کاڼو وډبوه
بيا که ته لاړه شې ورځه مېرمنې
زما غوږو کې به د شناختې دربا
دتل لپاره ازانګې خپروي
2/6/1373
کاهي کنډو- پښتونخوا
------------------------
هديره
ددې کېمپ په بره خوا کې
يوه ښکلې هدېره ده
دخړچکې غونډۍ سر کې
دمهاجرو مقبره ده
بېرغونه پرې رپيږي
ځنې شنه دي ځنې سپين دي
دسمالونه پرې تړلي
ښه ښايسته او ښه رنګين دي
يو سکوت دى هديره کې
نه خبرې نه چغار شته
هره خوا چپه چپتيا ده
نه مجلس شته، نه ګفتار شته
کله کله هدېرې ته
دوګړو ډلې راشي
په قبرونو ودريږى
او الله ته په دعا شي
او بيا بېرته ټول ستانه شي
دخپل ځاى او کور په لوري
بيا په مياشتو او کلونو
هدېرې لور ته نه ګوري
خو ددې قبرونو مينځ کې
دا يو قبر لـه ورا ښکاري
د شهيد شناخته پرې خښه
له جنډو يې ښکلا ښکاري
زه چې دې قبر ه ګورم
اميدونه پکې خښ دي
څه د ورارو وراور هيلو
ارمانونه پکې خښ دي
هره ورځ چې مازيګر شي
او شفق سرخي ښکاره کړي
ددې قبر خواکې وير وى
او اسمان يې ننداره کړي
ديو تور ټيکري مېرمنه
ددې قبر خواته راشي
کيني شناختې سره جوخته
او بيا ورو ورو په ژړا شي
څه د راز او نياز خبرې
کړي لـه ځان سره خاموشه
وي ژړا ور سره غبرکه
لکه څوک چې وي مدهوشه
بيا يو ښکلى دسمال واخلي
له جنډې يې کړي چاپيره
او دکور په لور رهي شي
له ژوندونه وي ور تېره
بس همدغه يې ژوندون دى
په غمونو کې اوسيږي
به پوهيږم څه ورپيښ دي
خو ځواني يې خاورې کيږي
زه چې دغه پېښې ګورم
نو مې زړه قلم، قلم شي
ددې خوارو ورارو کونډو
په حالاتو مې ژوند غم شي
داد کوم ظالم لـه لاسه
په ولس مو دا ماتم دى
مشعلونه پکې مړه دى
او هر لوري ته تور تم دي
د زمري اتمه 1371
دکاهي کيمپ-هنګو، پښتو نخوا
---------------------
جفـــا
زه منم چې ستا په زړه کې
دبل چا مينه اوسيږي
او زما مظلومه مينه
ستا په زړه کې نه ځايږي؛
خير چې لاړلې له مانه
دبل چا د زړګي ګل شوې
زه به خپل زړګى په وينو صبرومه
او دتادبې وفا مينې په ياد به
دحسرت او او اندېښنو ډېوې بلومه؛
ستا زړګى دې وى خوشاله
خير دى زه که په ژړا يم
ستا ژوندون دمبارک شي
خير که زه په واويلايم؛
دا ځواني به مې شي تېره
په آهونو، حسرتونو
دژوندون ډېوه به مړه شي
دجفا په توپانونو؛
خو دا وخت به آخر تېر شي
ستا ځواني به هم زړه شي
ستا دادنګه نرۍ ونه به
کږه وږه وړه شي
ستا د زلفو دا ټالونه به
دسپين سپڼسي په څېر شي
او دناز او اداګانو
دا فاني بازار به تېر شي؛
په بيوسه قدمونو
او ضعيفه اندامونو
به زما تر مزار راشې،
په مزار به مې وي ټولې ډېوې بلې
او د بلو ډېوو تته شان رڼا کې به
زما دمزار شناختې ته لږ ځير شې
په شناختۍ به ستا ښايسته تصوير انځور وي
او د بلو ډېوو هره پلوشه کې به
دتاتصوير ښکاريږي،
نو په هاغه وخت به پوى شې
چې زما مينه رښتياوه!!!
مجاهد ليسه، پيښور
د مرغومي لسمه 1370
لطف الله مشعل د پښتو، انگریزی، عربی او اردو ژبو تکړه لیکوال او محقق دی. په کال 1350 کی دکابلپه شاه شهید کی تولد شوی او په کال 1994 کی یی د پیٍښورله پوهنتون نه په انگریزی ادبیاتو کی ماستری اخیستی ده . خليل الله سروري
