اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

راځه راځه

راځه راځه هغه زړه دېره لا ړنګه نه ده
د لاش سرونو ته مې شناخته فى الحال دنګه نه ده

خير دى غربت مې لا غيرت را څملولى نه دى
هر څه په نياز دي د ازل برخه مې تنګه نه ده

په دسترخوان کې پلاوونه لرم خو
ستا په راتلو مې ګونجه ټنډه نه ده

دلته به واورې پښتنو نه د پښتو خبرې
کيسه شروع ده بيانېږي نوره ځنډه نه ده

فقط ميرويس او ملالۍ يې ګورته ورسول
هغه ژوندۍ د شملو مور ده پښتو شنډه نه ده

دا د کوپړو په سر څرخېږي پل يې نه درېږي
څه د وربشو او جوارو د وړو ژرنده نه ده

د پښتو دومره مانا يوه ژبه کې هم نشته دى
چې مخامخ يې سر وهې د فرېب کنده نه ده

خوږمن خو ځکه زه کوټوال يم چې پښتون ويده دى
د غليم دام رانه چاپېر دى دا ملنډه نه ده

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←