ځلوريزه
پارلمان که د بد ماشانو کور
دا پارلمان د وکيلانو کور وی
با دانشه انسانانو کور وی
چې پکښې بوټ وارول شرم نه وی
ملت نه د بد ماشانو کور وی
نا اميده اوښکې
دا ستا جفا
زما د مړ ارمان په قبر
سره ګلان وکرل
او س نو
هغه ګلان
په هر سحر کې
لکه د پرخې په شان
په نا اميده او ښکو
وينځمه زه
او ورته اوبه ورکوم
چې رانه مړاوي نشي
حفيظ مليار ويانا د اتريش ښار
