اوس خو بوډۍ وه
د چا په نوم چې يادېده هغه له ښاره لاړه
سره جنازه يې شوه اوچته له رخساره لاړه
هغه چې نوم و خو بس نو و د هغې د ښکلا
اوس خو بوډۍ وه تېره هېره په دغه لاره لاړه
لوڅ مخ به تلله او راتلله خو ثواب و پکې
نن يې لا بله نخره وکړه ګناهګاره لاړه
هلته د شېخ په لومه ونښته پرې واوښتله
چې د خلاصون په تمه دام ته له سنګساره لاړه
هغې چې تورې زلفې زما مخې ته څنډ وهلې
خروار، خروار مانا يې سمه له هر تاره لاړه
دا ترنم زما دزړه دى چې ګډېږي ورته
کومه نغمه چې د تڼاکې له پرهاره لاړه
کوټواله ته به پرې ستي شې که دې نوره پو کړه
هغه ايره که د سکروټې له سينګاره لاړه
