اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

دمينى په نامه

دزړه په شاړه کرونده کې مې دهيلو سپرغۍ وکرلې ،

اودآرمان دښاپيرۍ په څڼو وځنګيدم.

بيامې دتيږو په ساړه ذهن کې،

دتودې مينې په نوم،

دزړه په وينو ډيوې بلې کړلې.

دشپې په دښته کې مې،

په سپيروشګو، دګلونو دپښوخاپونه ولټول.

اودبادونو په شګلن بهيرکې ،

دسرو غوټيو دمزار څلي ته ودريدم

اودخداى ټول کلى مې ،

چې شپه او ورځ پکې داوښکو بارانونه کيدل

په يوې اوښکې ،

په يوې وروستنۍ اوشکې ،

پسې ولټاوه.

چې دغمونو دڅپرکي وروستۍ پاڼې ته وروستى ټکى شي

خوته به وايې چې وروستۍ اوښکه ،

مرغۍ شوه،

اوهوا ته،

لاړه.

* * *

کله چې باغ کې،تبر شين شو دنارنجو په خاى ،

ماته دشنو ونو دمړينې افسانه ياده شوه،

او زړه مې، وټوکيده ،

لوى شو ،

بيرته ورژيده.

ټوټې ،ټوټې،شو

پاڼې پاڼې شو ،

دباغ په ونو وغوړيده.

دکوم بې نومه،نا څرګنده«چا»خبرومې په غوږ کې انګازې کولې

کله چې ونې مري ،،شمال لګيږي

کله چې ونې مري ،،نرى نرى باران وريږي

کله چې ونې مري آسمان په چيغو چيغو ژاړى،

سيندونه ساه ورکوى،

او چپه کېږي غرونه،

او بيا له کومه نا څرګنده ځايه،

يو لاس راوزي، چي رڼا خپروي،

يو لاس راوزي، چى بادونه تړي،

"يو لاس راوزي، چي له ډاره يې، د تبر خوله کي ژبه سوزي

خو ما کتل چې ونې مړې شوې،

ګلان ورژېدل

په شنو باغونو کې د تبر ترانه جاري شوه،

په وچوڅانګو د مرغيو ځالې ونړيدې،

اوخونړۍ سيلۍ په ټول کلى کېوچلېده

شمال ونه لګېده،

نرى نرى باران ونه وريده

غرونه ونه نړېدل،

سيندونو ساه ورنه کړه،

او د اسمان له تکو شنو سترګو نه، يو څاڅکى ونه څڅېده.

له ناڅرګنده ځايه،

د باغ په لوري لاس ونه غزيده،

د خداى په ټول کلي کې،

چا د زخمي نښترو سوې ساندې وانه وريدې،

چا د سېليو وزر ونه تاړه،

چا د تبر ژبه غوڅه نه کړه.

.خو د بې نومه ناڅرګنده " چا" خبرې مې تر اوسه لا په ذهن کې دي

* * *

اوس لکه سټړي سرګردانه مرغه،

د باد په ورانو کنډوالو الوزم،

د باد په ورانو کنډوالو کې، مې د هيلو،

سره ګلان،

لټوم.

آلماناپریل (۲۰۰۰)

دمینې شرط

ماته يادشي چې ته پيغله، زه زلمى وم

په رګوکې مو سکروټې ګرځيدلې

ټول وجود مو اور دمينې و،نيولى

له ليمو نه مو سپرغۍ پورته کيدلې

پسرلى و،

ټوله ښايسته وه، دنيا

دوږمې کاروان،

شيندلي وو،

.عطرونه

دځوانۍ په ميو مست وو موږه دواړه

له غمونو موخالي وو، زلمي زړونه.

زه په مينه درنژدې شوم چې دې ښکل کړم،

دهوس په دنيا سم کړم قيامتونه

تا مې لاس په شونډو کيښود ،

بيادې وويل:

چې اول مې تور پيکي ته،

سورګل ،

راوړه،

بيامې ښکل کړه دسورکو شونډو سرونه.

اوسورګل،

زموږ دځوانې مينې،شرط شو.

زه له هغې ورځې وروسته بيا تر اوسه ،

.سرګردانه په سروګلو پسې ګرځم

سمې لټومه، کله

کله،

غرونه،

کله دښتې اوميرې،

کله،

باغونه.

له هر چانه دسروګلوپته غواړم ،

په سروګلوپسې لويې لارې نغاړم.

نه مې ستا دپيکي ګل ،

چيرې،

پيداکه،

نه پوره مو دنيمګړې مينې ،

شرط،

شو

نه مې ښکل کړل ،

ستا دسرو شونډو،

سرونه

نه،سمسور شول

نښتيځلي،

ارمانونه.

(۱۳- ۸- ۱۹۹۵) آلمان

شاعر: صدیق کاوون توفاني

ترتیب کوونکی : عبدالقادر مسعود

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←