اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

څو په باغ کښې لا يو ګل د نو بهـــار شته
د بلبلو ، د طوطيانو پرې چغــــــــــــار شته

نن دې غم له مانه ځان ســــاتي که ښه کا
چې په سيل د بهار راسره يـــــــــــــــــار شته

چې له يــــــاره سره مست ، د ګلو ګشت کړم
محتـــــــــــسب که رانزدےشي نو پيزار شته

شېخ ملا دې زما غم په بهــــــار نه خوري
چې رباب او سريندې غوندې غمــــخوار شته

نۀ به زۀ د ميو جام کښېـــــــــــــــږدم له لاسه
نۀ زما له پارسائۍ سره څه کـــــــــــــار شته

ما وخپلې پارسائــــۍ ته رخصت ورکړ
په دا نورو پارسايــانو مې اوس ډار شته

ساقي ! بيــــا زمـــا لـــه ښــاره خبر واخلــه
لا يو څو په کوڅو پاتې پرهېزگــــــــــــار شته

ګل ومل ، سازوسرود ، ساقي سرې شونډې
لا به ډېـــــــــر عالم رسوا کا چې دا چار شته

چې په هره پياله عقل له ما زدوئـــــــــــي
د ساقي منت راباندې په بار بــــــــار شته

د ګلونو په مـــــــــوسم کښې خوار هغه دے
چې يې نه پياله په لاس نه يې نګـار شته

نن هغه شاه جــــــــــهان د زمـــــــــــــــانې دے
چې دستــــــه يــې د ګلونو په دستار شته

چې نااهل په غفلت وربــــــــــاندې نه ځي
ځکه وصل د هرګل په څنــګ کښې خار شته

نن خوشــــاله ! د زړۀ داد د عشرت ورکړه
دا څو ورځې غنيمت دي ، څو گلــزار شته

انتخاب: الحاج عندلیب

Ghazal

By: Late Khushal Khan Khatak

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←