کاڼى
بخت مې کاڼې راټول کړى په لمن کښى
ګُذارونه راکوى پورته ګوګل کښى
په ژړا او په سلګو مى روڼ صحر که
د ټکور احساس مې نه ووپه دلبر کښى
تو يوم به سپينى اٌښكى سترګې ژاړى
شوم لاهو د خپلو اُوښكو سمندر کښى
په سپيڅلى لمن نه وو تور داغونه
د ناصور داغونه جوړ شو په ځيګړ کښى
دريښتينى مينى واک مې دپردو شو
يم ولاړ نن د پرديو په درشل کښى
نعيمه! په اٌوميدمې عُمر تير شو
ښادي نشته د پرديو په انګړ کښى
محمد نعيم کاکړ/کوټه
