اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

اختره

اختره رايشه په ژوندون مې رايشه
روژه په خوله يم انتظار د لرم
د راتلو لار د څارم ړوند نشمه
کاشکې زر رايشې چې تلوار د لرم
شر ميږه مه خير که ناوخته هم ده
مونږ افغانان د حوسيلی خاوند يو
ګيله له دوسته کيږی ښه پوهيږی
ملامت نه يو د ګيلی خاوند يو
زمونږ په وران کلي کې وګرځه لږ
د خوشحالۍ يوه فضا جوړه کړه
اوښکی يي پاکې کړه په خپلو لاسو
په وچو شوڼډو يي مسکا جوړه کړه
دا په ټوپک چې چا ايمان راوړی
ټوپک ترې واخله او قلم ورکړه
په اديرو کې شهيدان چې لري
دا زخمې زړونو ته مرحم ورکړه
ټول مرور ورونه پخلا کړه سره
ملي وحدت نه يي دنيا جوړه کړه
د محبت په ټال يي وځنګوه
چاته مجنون چاته ليلا جوړه کړه
د روژه ماتې خرما لاس کې لرم
ژر شه د سولې اذانونه وکړه
حفيظ مليار دی لاس په لپه درته
لږ مو نظر په ارمانونو وکړه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←