ښکلى
محمد نعيم کاکړ
ښکلوته مه ورکو زړه،زړه هغه چاته ورکړه
چه يې پيدادى ښکلى زړه هغه باچاته ورکړه
چه ښکلي ښکلي ترې زاريږې د جهان سردار دى
مينه د هغه سره ښايې زړه پيشوا ته ورکړه
چه پيدا کړى رب دنيا ده ښکلي ښکلې مخ نه
په عشق کښې ژاړه زړۀ د هغسي آشنا ته ورکړه
چه کائينات يې په بار بار د عشق نعتونه وايې
نوره د مينه نازولې د مولا ت ورکړه
که د زړګى ټوټه ټوټه شې د جانان په مينه
ديداريې غواړه ځوابونه دى دنيا ته ورکړه
که د مانۍ او د بنګلوو وطن وې ځې به اخِر
د زړګې مينه نعيمه! مُصطفا ته ورکړه
