ژبه
څـــــــــــهْ منکر د خپلې موره، څهْ منکر د خپل نصبه
څــــــــــــــهْ منکر د خپل تخليقه، څهْ منکر د خپله ربه
څـــــــه منکر د یو انسانه ،څه منکر د درست جهانه
څـــــــــــــه منکر د خپلې ژبې،څه منکر د خپله ځانه
څـــــــــه منکر د خپل ایمانه، څه منکر د خپل مذهبه
څـــــــــــــــهْ منکر د خپل تخليقه،څهْ منکر د خپله ربه
چې لتا سره مې ويني ټول، ټوپونه کړي په کټ کښې
لکه وچ جُوار چې واچی، د نينو سُور شوي بټ کښې
كـــــهْ ستا نوم قدرې هم اخلم، راولي په ځان ټول تبه
څـــــــــــــهْ منکر د خپلې موره، څهْ منکر د خپل نصبه
چـــــــــــې بابا مې خبر نشي، کتاب پټ لېږمه چاپ له
ګـوره څومره بدقسمته ئې، زهْ دې غلا کوم انصاف له
پــــــــــــــه نامه دې څومره فخر او په برخه څهْ اقربه
څــــــــــــــــهْ منکر د خپل تخليقه، څهْ منکر د خپله ربه
مـــا به وې پښتون پېدا يم، بل ارمان مې په زړهْ نيشته
خو چې زړهْ پرې د چا ښهْ شي،اوس هغه پښتانهْ نيشته
فلــــــــــــــــسفيان دي قدم ناّخلي، نسخه غواړي مجربه
څـــــــــــــــــــــهْ منکر د خپل تخليقه،څهْ منکر د خپله ربه
هـــــــم په خټه پښتانهْ وي، هم ئې کور د پښتون کور ئي
خــو چې ژبې ته ئې ګورې، خپله کړې ئې پردۍ مور ئي
پـــــــــــــېژندى سړى په قام شي، پېژندى شي قام په ژبه
څــــــــــــــــــــهْ منکر د خپلې موره،څهْ منکر د خپل نصبه
د لــــــــــــــــقمان دُكان ته ځمه،ترې نه ټول داروُ راوړمه
ټــــــــــــــــــــــول به يو په يو رانيسم، دا داروُ به ورکومه
دا مــــــــــــــــــــــــتل دى يوسفزييه،ادب نهْ راځي بې ډبه
څــــــــــــــــــــهْ منکر د خپلې موره، څهْ منکر د خپل نصبه
څـــــــــــــــــــــــهْ منکر د خپل تخليقه،څهْ منکر د خپله ربه
Dr. Yasin Iqbal Yousafzai
