غزلي
چې زما مينه ستا په کار نه راځي
ماله جانانه! بله لار نه راځي
زما د زړه په چينه خوله دې کېږدي
که ميخانه کې د چا وار نه راځي
د پوهو سترګو مې تا لوست ونه کړ
ماله په خوله چل د اظهار نه راځي
د لېونو هوښياري هم ومنه
په مېرو ګرځي، خو په ښار نه راځي
د فن د خرڅ هنر مو زده نه کړلو
د دغې ګټې کاروبار نه راځي
ګران د سپرلي زخم په څه وګنډي
چې يې په لاس د زلفو تار نه راځي
څومره چې زړه مې وچتېږي ستا له بامه سره
هومره خوېږمه اشنا له هره ګامه سره
اوس په خوبونو کې هم مه راځه بدنامه به شې
کلى هر چا دې پرېښودلى ما بدنامه سره
دا درد زما د زړه زما درمان څومره ښايسته دى
هر څو که مې قاتل دى، خو جانان څومره ښايسته دى
چا وينې ترېنه وڅښې چا سپرلو له وينې ورکړې
انسان څومره بدرنګه دى، انسان څومره ښايسته دى
(عندلیب)
