خواهش
ژوندون مى پريښتى او خواهش مى د مرګ کړى
دنيا مى پريښتى او خواهش مى د آخرت کړى
په مينه کښي هر چا راکړى ده بې وفائى
وفا مى پريښتى خواهش مى د بې وفائى کړى
جانان پوره کوى د رقيب د زړه ارمانونه
جانان مى پريښتى او خواهش مى د رقيب کړى
د هر ملګرى سره کوم ده بدى او دښمنى خبرى
دښمنى مى پريښتى او خواهش مى د دوستى کړى
د ښار د حالاتو څخه ډېر پريشان يم زه
ښار مى پريښتى او خواهش مى سهارا کړى
کوله مى د جانان سره هر وخت ملاتاتونه
ملاقاتونه مى پريښتى او خواهش مى د بيلتون کړى
اوس خو ډېر په تکليف شوى يمه ددې دولت څخه
سرمايه دارى مى پريښتى او خواهش مى دغريبى کړى
نعيمه! خوبه اوس کوى د پښتو ژبې مرسته
بله ژبه مى پريښتى او خواهش مى د پښتو ژبى کړى
محمد نعيم کاکړ/کوټه
