تیربه دا ستادحسن وار
تیربه دا ستــــا د حســـــن وارشي يــاره زما
اخرخـــــزان به دې بهــــار شـي، يــاره زما
چې نه رادرومې اشنـــــا نووعـدې څله کوې
هغه پرون دې څـــــه وې چې نن لا بله کوې
زما يقيــــن ستــــــا په اقــــرارشي، ياره زما
تیربه دا ستــــا د حســـــن وارشي يــاره زما
اخرخـــــزان به دې بهــــار شـي، يــاره زما
سترګې مې بې له تانه، د بل په لــورنه ګوري
بغيرد تـــا له مخـــه، مخـــونه نور نه ګــوري
مړې بــــه کلــــه پــه ديــدارشــي، ياره زمــا
تیربه دا ستــــا د حســـــن وارشي يــاره زما
اخرخـــــزان به دې بهــــار شـي، يــاره زما
زه د بل چــــــا د مينې، اشنــا څه تمه نه کړم
زه به دا ستا مينـــــه، چاســــــره سمه نه کړم
په ما خــــاطــــر که دې اتبـار شي، ياره زما
تیربه دا ستــــا د حســـــن وارشي يــاره زما
اخرخـــــزان به دې بهــــار شـي، يــاره زما
send by Huma Khan Afridi
