اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

زما د طبيعت خلاف

تا په رڼا پسې تورتم ته ريباري وکړله
حالاتو مونږ سره دې څرنګه ياري وکړله

څه د رڼا ستوري لرل مونږ د ګوتو په شمار
د هغه ستورو په لوېدلو دې خواري وکړله

د تورې شرنګ مې راپرېوځي تر بنګړو رسېږي
تا د شملو، تا مې د تورو دلالي وکړله

زمونږ تندي دي راپولۍ کړه د جنت په تمه
اخر دې سور دوزخ ته مونږ باندې زارۍ وکړله

ما درنه يو غوښته تا بل نقش راونيو حاله
زما د طبيعت خلاف دي خپله کولالي وکړله

لا دې په يوه لاس کې تسپې بل کې پيالې ورکړلې
پخپل تخليق دې څه بېخونده ګلکاري وکړله

زاهد هم ونيوه نغمه د سُر له تاله سره
په هر دريځ دې جادوګره فنکاري وکړله

د کوټوال عقل به پخپله له خپل کوره وځي
د کوپړۍ کور باندې يې ستا فکر مستي وکړله

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←