ما ته زماخپله پښتونخوا ربه
جوړه غلبله ده په څلور کنجه دنيا ربه
هر خوا د غرض توره راويستې ده هر چا ربه
څوک به درنه هغه غواړي، څوک به درنه دا ربه
ما ته زماخپله خپله خپله پښتونخوا ربه
دا د هسکو غرونو په جولۍ کې د ښکلا وطن
دا ګل ګل، مېوه مېوه، جنت جنت زما وطن
دا زما د وينې مينې جوړ د سرو لعلونو کور
دا د مېړنو پښتنو لوى د نعمتونو کور
دا چې د تخليق وېش کې راکړى راله تا دى
دا چې بس زما دى بس زما دى بس زما دى
دا چې نه د ده، نه د هغه نه د بل چا دى
لر دى او که بر دى د تاريخ د لوى بابا دى
زه په پلار نيکه سوچه پښتون يم بدلېداى نشم
سر که مې ګوزار شي له ناموسه تېرېداى نشم
ولې دې خراب شي زما دين زما دنيا ربه
ما ته زماخپله خپله خپله پښتونخوا ربه
کله د غازي بابا پګړۍ زه هېرولاى شم
کله مې دنيا بي بي پړونى خرڅولاى شم
کله د شهيد له وينې سترګې پټولاى شم
کله خپله پېغله شين خالۍ پردۍ کولاى شم
کله زه پښتون خپله پښتو خرابولاى شم
کله ګلالى زلمى پردو ته ګډولاى شم
ولې دې زما حجره، جمات په بم ډېران شي
ولې د خندا دې زما ننګ زما ايمان شي
ولې دې پيسه زما پښتو زما غېرت واخلي
ولې دې زردار زما تاريخ زما ثقافت واخلي
ولې دې زما د سر سودا څوک غلچکى وکړي
ولې دې خاني زما په کور کلي پردى وکړي
نه منمه پلار دغه لار دغه چاچا ربه
ما ته زماخپله خپله خپله پښتونخوا ربه
زه به د اپښتون مې د انسان د مينې رود کړم
زه به دا وطن د دې دنيا د امن کور کړم
زه به پښتونخوا يو نمونه د شرافت کړم
دا خپله پښتو به هم عزت کړم هم قوت کړم
دغه نن د شر فساد ميدان به مينه مينه کړم
زه به دا جنګونه سوې خاوره بيا رنګينه کړم
دا چې شازلمي مو ګوره ورک شي په خوارو پسې
دوى به کړم مشغول پخپل هيواد کې خوشحالو پسې
دا چې پېغلتوب د جونو اوسوځي بېلتون کې
را به شي سپرلى د خوشحالو د دوى ژوندون کې
ز به لر او بر د خوشحال خان د ننګ ټبر کړمه
زه به د رحمان په مصرعو هر څه معطر کړمه
دا ټول ارمانونه مې رښتيا کړې په رښتيا ربه
ما ته زماخپله خپله خپله پښتونخوا ربه
***
نه د کوه قاف د ښاپېرو په ګډا تېروتم
نه د چين ماچين د معشوقو په خندا تېروتم
نه د هندوستان د تورخالو په تماشو شومه
نه د بنګالا د مالګين حسن په نخرو شومه
نه د ماهی وال د سوهڼی مستې ښکلا واخستم
نه ئې د رانجا د هير په غوړه ادا واخستم
ماته خو ښائېسته د ګودرونو ګل جماله ده
يا د جګو غرونو پلوشه زما ملاله ده
يا مې ښائېسته په تاترو کښې ګل غوټۍ ده
يا د اباسين د غاړې پېغله شين خالۍ ده
يا د سوات په رنګارنګ ښکلا کښې مه جبينې دی
يا خړو کورونو کښې ګل مخې ګل ورينې دی
دا مې د پښتو د حياګانو دردانې دی
دا د وطن خاؤره کښې د حسن خزانې دی
لرې کړه مکاره؛ ستا ډولۍ دی که ډالۍ دی
ماته زما کاڼی بوټی جاړې ګلالۍ دی
ځان به داؤ کؤمه، ننګيالی به داؤ کؤمه
هر څه چې پېښېږی خپل ښائېست به راګټمه
له عندلیب څخه په مننه
