اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

لکه راشی زلزله

د مودو راسې زما د زړه په کور کښې
مجسمه زما د خیال او تصور وېته ښکله زما د ژوند د هر یو اړخ وې
او زما دا ارمانونو هینداره وېما تکل د هر مزل په دې نیت کړې
چه منزل کښې به مې ستا قربت نصیب شی
او بیا ټوله ستومانی به مې شی ورکه
ته سینې ته چه په غړانګو غړانګو راشی
نو ای زما د خیال نازکې او معصومې

ته چه راغلې په ما داسې کانې وشوی
زما سخت وجود د داسې په لړزان کړو
لکه راشی زلزله په لویو غـــــــــرونو
ورپیږی ونې بوټی او ښا خونه
ولړزیږی قلعه ګانې دیوالونه

لکه وشلیږی سیلئ کښې تناوؤنه
نو اے زما د خیال نازکې او معصومی
ستا ښکالو مې د وصال وروستئ سلګئ شوه
ساه مې راغله تر مرۍ او بړبوکئ شوه
د مودو راسی زما د زړه په کور کښ
مجسمه زما د خیال او تصور یی

د ښاغلی فيروز خان اپريدى ويبلاګ


Laka Rashi Zalzaala
Feroz Afridi.feb 6th,2006 Doha

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←