اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

ته لا وړه يې

ته لا وړه يې دژوند بڼ کې غوړېدلې نه يې
ته لا غوټۍ يې لکه ګل ته سپړېدلې نه يې
ته لا تر څو د مينې ټال کې زنګېدلې نه يې
ته لا د مور له پستې غېږې بېله شوې نه يې
اى په ما ګرانې زما غېږ کې خوبوړې لورې
ته په سلګو او په ژړا شوې څومره ستړې لورې

***

ته به هم لويه شې زما د احترام په خاطر
شې به ملاله په مېړانه مې د قام په خاطر
ته به هم لوړه کړې زما د عظمتونو شمله
زما د واړه پښتون قوم د ولسونو شمله
ته چې هر وخت دخپل حيا څادر په سر ګرځوې
په ستر ګو سترګوکې دقام دغه نظر ګرځوې
شمله مې لوړه شي په قوم کې نازولې لورې
ته په سلګو او په ژړا شوې څومره ستړې لورې

***

ته په واړه فکر اوس هم لويه د نيا جوړوې
کړې د ګوډيانو ښادي جوړه (( ناوې شاه )) جوړوې
ته په واړه فکر زما رسم رواج پسې ځې
د ماشومتوب له پاچاهۍ نه تخت او تاج پسې ځې
همزولې ټولې کړې په منځ کې ترې دوه قامه جوړ کړې
يو د هلک بل د جلۍ له احترامه جوړ کړې
اى په ماشوم فکر کې سترې نومه وړې لورې
ته په سلګو او په ژړا شوې څومره ستړې لورې

***

ته به هم جوړه (( زرغونه )) شې (( احمد شاه )) به راوړې
د پښتون قوم تورو تيارو ته دا رڼا به راوړې
ته به هم وروزې بچي د لوړ همت لپاره
د پاکې خاورې ازادۍ او د غېرت لپاره
ستا بچي هم به د (( صابرملنګ )) دېرې ته لاړ شي
د (( غنم وږى )) به يې بيا هسکې شملې ته لاړ شي
ته يې له موره دې غيرت ته پيدا شوې لورې
ته په سلګو او په ژړا شوې څومره ستړې لورې

***

ته به هم لويه شې د چا د زړه دنيا به وېسې
د چا له سترګو ځنې خوب د دچا خندا به وېسې
ته به هم وګورې د ژوند دا تکه توره تخته
د سپينو اوښو تباشير باندې به دا نوشته
چې دا ژوندون يو بوړ بوکۍ ده لکه باد الوځي
چې درم ساعت کې د چا ذهن نه ستا ياد الوځي
زما د خيال درانه زانګو کې زنګېدلې لورې
ته په سلګو او په ژړا شوې څومره ستړې لورې

***
ته به هم ګوره بل مشال دچا دکور شې لورې
پوه به دژوند په معنىٰ ګانو لور په لور شې لورې
دا نصيحت به لږ په غوږ د رنځور پلار واخلې
ته هڅې نه چې د يو بل مظلوم ازار واخلې
دا چې کومه زه نظير قريشي ستا پالنه
ته به کوې په محبت د دې دنيا پالنه
ته به خايست د لر او بر شې نوموړې لورې
ته په سلګو او په ژړا شوې څومره ستړې لورې

نظير الحق قريشي

Nazirulhaq Quraishi

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←