اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

راشه پسرليه

ترتیب کوونکی: عبدالقادرمسعود

راشه پسرليه ، دغوټيو له باران سره

سېل د رنګ او بوى سره دمشکو له کاروان سره

راشه دغوټۍ له سترګو پريمينځه رانجه دخوب

راشه د زخمي زخمي غاټولو له درمان سره

راشه چې جړاو شي په غميو، نښتېځلى، باغ

راشه پسرليه، دګلونو له توفان سره

راشه چې دونو په ښاخونو پاڼې وناڅي

باد ترانې ووايې، دغرو مماڼې وناڅي.

*****

ژمى دى خفه نه شې دګلودغونچو په ځاى

مونږ درته په لاره زخمي زړونه غوړولي دي

خير که وچکالي ده نه شبنم شته نه باران اوري

ستا دراتلو لارې مو په اوښکو ، پريمينځلي دي

اور مو په سر وړى، خو ډيوې مو لګولي دي

زړه د تروږميو کې مو ستوري ځلولي دي

زموږ کلي ته لمر راوله! راشه پسرليه

بيرته يې پخلا که، د عمرو مرور راوله.

****

راشه چې باغونه مو ساړه ژمي وهلي دي

راشه چې ګلونه دخزان سيلۍ زپلي دي

راشه چې دبوټو په رګونو کې سا وچه ده

راشه چې غوټيو په سرووينو کې لمبلي دي

دښتې سوزيدلي، چمنونه رژيدلي دي

کرښې دقسمت يې په لمبو راته ليکلي دي

بس دى د اورونو ، دسوځونو کتاب واړوه

بس دى پسرليه، دغمونو کتاب واړوه.

****

څه دى بهار څه دى، چې رڼا دمستۍ نه لري

سا دمستۍ نه لري ، صهبا دمستۍ نه لري

شور دمينې نه لري، سور اور دمينې نه لري

څا څکو دشبنمو کې ځلا دمستۍ نه لري

څه دى بهار څه دى چې موسکا دغوټۍ ورېبي

څه دى بهار څه دى چې خندا دمسنۍ نه لري

څه دى بهار څه دى چې ويدې نغمې نه پاڅوي

تاندې غوټۍ ويښې نه کړي، شنې وږمې نه پاڅوي.

****

راشه پسرليه، چې دلمر ګلونه وخاندي

توره شپه سبا شي، دسحر ګلونه وخاندي

باغ په خندا سر شي، لر او بر ګلونه وخاندي

راغ غونچې ،غونچې شي پيغامبر ګلونه وخاندي

بيا دپيغلو نجونو په ټټر ګلونه وخاندي

غر په ګلو پټ شي په کمر ګلونه وخاندي

بل شي په سپېرو دښتو، دګلو څراغونه بيا

پورته شي ،رپانده دغاټولو بېرغونه بيا.

****

راشه په سپېرو دښتو کې سا د ژوندون وکره

راشه په سړو زړونو کې اور د جنون وکره

راشه بيا روښانه که دمينې دمزلونو لار

راشه د ليلي زړه کې وفا دمجنون وکره

راشه تږې تالې دوږمې په ميو مستې که

راشه د ماښام په دښته، سپين سباوون وکره

راشه پسرليه، باغ ته ناوې دګل راوله

ساندې ترانې که ، وزرماتى بلبل راوله.

****

ترکې دبګرام درنه جامونه دسوما غواړي

غواړي ،نڅا شورغواړي،شررغواړي، نغمې غواړي

پيغلې دبخدي درنه دردونوته دوا غواړي

بيا په نو بهار کې دبهار مسته خندا غواړي

پريږده له قفسه، ښايسته بلبلې والوزي

دا زخمي غوټۍ له تا نه شونډې دموسکا غواړي

زيب يې د پيکيو شه، ګلاب دګريوانه يې شه

سوز يې د سندرو شه، رباب د زنګانه يې شه.

****

بيا به دا خزان، خزان وختونه بهارونه شي

بيا به دا شډل ، شډل ډاګونه چمنونه شي

بيا به دا اغزي، اغزي باغونه سره ګلونه شي

بيا به په رنګينو ګلو، ښکلي وربلونه شي

بيا به غم وهلي ماښامونه، سهارونه شي

بيا به دسپين غره غاړې ته ستوري امېلونه شي

بيا به دکابل لمنه ډکه په ګلونه شي

بيا به د (بابا) پګړۍ جړاوه په لعلونو شي.

****

تا که پسرليه ، دګلونو ګيډۍ راوړلې

تا که د وږمې په وزر تاندې غوټۍ راوړلې

تا که درڼا ناوې له تورو شپو راوايسته

تا که دباران د رڼو څاڅکو ډولۍ راوړلې

تا که په خاموشو ماښامونو کې شور وکره

تا که زخمي زړونو ته د مينې پټۍ راوړلې

ته به ابدي شې ، ته به پاتې شې په زړونو کې

ته به د ژوند سا شې ، په ډاګونو ، په باغونو کې.

١٩٩٩/٢٠/ آلمان ، ٢

شاعر:صدیق کاوون طوفاني

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←