سپرلى
سپرلى راشه سره ګلونه په هر لور وکره
د پيغلوڅڼوته ګلاب اوسره غاټول وکره
رويبار د مينى مرور دى ولى نه را درومې
د هرميئن زړۀ ته د مينې باغ سمسور وکره
توري بلبلي په جغار وايي بهار راغلى
په لوړو غرو ورته شنه بوټي لور په لور وکره
سپرليه وکړه ګذر ډکه خُله خندا غواړمه
دګودر غاړو ته يو څوګُلونه نور وکره
دمنګوټو په شنه لمن انجنو هارونه جوړکړل
په ګودرو ځمونږ دشنو بنګړيو شور وکره
خوږې خوږې خبري راوړه ګلشنوته زمونږ
د نابللو ميلمنو سرونه تور وکره
نعيم وايې چى سپرلى راشى ځلمى غوندى شم
دا څو د مينى پيغامونه په هر کور وکره
محمد نعيم کاکړ/کوټه
