غزل
هغسې مينه کوم هغسې وفا کومه
ستا هغه يو نظر ته هغسې دعا کومه
ما چې د بل دپاره څه کړي سهي مې کړي
زه چې د ځان دپاره څه کوم خطا کومه
اوس مې په زړه او ذهن داسې راخوره ده مينه
اوس چې د چا سره خبره کوم دا کومه
که ګناه نه غواړي رښتيا ورېځ دې نه راولي
زه په ورېځو کې نشه کوم، ګناه کومه.
Arwahaad Sahib Shah Sabir
