اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

پکې د عشق بله ډيوه ده نور به څه وي زړه کې
جانانه ستا د ياد کيسه ده نور به څه وي زړه کې

که د گشاېسته نظر دې غل يمه دروغ به نه وي
همدا د مينې رابطه ده نور به څه وي زړه کې

زړه که منګولې ښخوې ستا په زړګي ښکلوکيه!
خو همدغه د زړه خوښه ده نور به څه وي زړه کې

چې په ټوپونو او خېزو دى د سينې قفس کې
لېونۍ مينه پرې خوره ده نور به څه وي زړه کې

چې وخت بې وخته مې تندى په تسليمۍ سيخېږي
پکې د خداى کور دى کعبه ده نور به څه وي زړه کې

د اسويليو بړاسو چې مې فضا نيولې
د محبت د اور لمبه ده نور به څه وي زړه کې

چې سر په سر ترې جنازې د ارمانو ووتې
پاتې يوه خړه هدېره ده نور به څه وي زړه کې

جانانه! راشه د نظر غسل پخپله ورکړه
ها وروستنۍ هيله هم مړه ده نور به څه وي زړه کې

که جبارخېل محبوب سايل وم ومه ستا د کوڅو
غاړه مې ستا په لور کږه ده نور به څه وي زړه کې


Jabar Khel

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←