اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

پسرلې

په ګلونو چي ډک غرونه او دښتونه شي پسرلې دئ
پرصحراچه ځمکه ټوله شنه رغونه شي پسرلی دئ
دچوغکواوبلبلوچوڼهارشی نوی وږم منځ ته راشي
کروندګرپه کرونده کي چي خو شاله شی پسرلی دئ
»»»»»»»»»»»»»»
د ساړه ژمی د ویری مي- بیا زړه په لړزیدوشو
شین آسمان په ښکلو ستوروچي روښانه شي پسرلی دئ
دمطرب خوږی وږمې دي تازګې او خو شالې ده
ټول افغان که د جګړو له غم بیزاره شي پسرلی دئ
»»»»»»»»»»»»
د هجرت ټول مساپر که په رضا خپل کورته ولاړشي
موروپلاراوښه دوستان چي یې خوشاله شي پسرلی دئ
د پردو خلکو کلتور کي مي دا روغ زړه آرام نه شو
زما نورزی ژوندون چه اولس سره همغاړی شي پسرلی دئ
»»»»»»»»»»»»»»»
ولی محمد نورزی « می ۲۰۱۲» هالند

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←