د کونړ سيند
د کونړ سيند يم کړم خبرې د څپو په ژبه
د غېرتونو د شملو د هسکو غرو په ژبه
له اباسينه تر امو پورې غورځنګ جوړوم
راويښومه پښتانه بيا د پښتو په ژبه
مخ ته يې ږدمه د غېرتونو هغه تېرې کيسې
بېداروم يې د ملالې د ټپو په ژبه
چا چې زما پاکه سينه کې تور قدم ايښى دى
شي مخ تورن به مخ يې سېځم د لمبو په ژبه
د غرض لاس چې يې زما ګرېوان ته نن ورسېد
پرې ړندوم يې سپينې سترګې د چړو په ژبه
بيا به تاريخ شم بيا به باغ شم غوږ دې مه کڼوه
نن يمه بې وسه پوهوم دې د مسرو په ژبه
"عزيزه" پټه پښتنه هيله بيا ډاډ راکوي
پښتانه خپلو کې يو کېږي د جرګو په ژبه.
Aziz Sarshar
