غزل
په شنه سپرلي کې هم پخپلو وينو سور و ګلاب
د خپل ډنډر نه اوېزان لکه منصور و ګلاب
پرخې په غاړه کې يې واچوه امېل د لېچو
چې لږه ساه واخلي په تا پسې رنځور و ګلاب
چې شوکېدلې پاڼې پاڼې دى د ناز په ګوتو
الله خبر د کوم پښتون حسن تربور و ګلاب
هلته خو ته لا په پردو کې د عدم پټه وې
اوس يې څوک ناز نه وړي هو! يو وخت که مغرور و ګلاب
د پسرلي راڼۍ د رنګ ډولۍ کې نورو يووړه
موږ يې وهلى پر تندي لکه سندرو و ګلاب
چې زړه يې روغ وي څوک پخپل لاس خپل ګرېوان نه څيري
مه يې سپړئ زړه، له کوم درده به مجبور و ګلاب
خبره دا وه چې نظر د کليم نه درلود چا
ګنې درمله د رنګونو کوه طور و ګلاب.
Ihsanullah darmal, Pekhawar
