اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

اى زما وطنه!

اى زما وطنه! د لالونو خزانې زما
ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما
زه يم ستا د خاورې ته زما د مينې جوړه يې
ته مې د غيرت او د پښتو رنګيني جوړه يې
ته مې د نيکه او د بابا د وينې جوړه يې
ستا زړه کې ويدې دي ټولې تللې زمانې زما
اى زما وطنه! د لالونو خزانې زما

سترګې مې لوګۍ شه ستا د خاورو د کورونو نه
عقل مې ايرې شته ستا دپاره د فکرونو نه
ځار شمه قربان شم ستا د غرونو د سيندونو نه
ستا هره دره کې دي د تورو نښانې ما
اى زما وطنه! د لالونو خزانې زما

ستا عزت چې نه وي زه به نوم او عزت څه کړمه
ته چې خوار و زار يې زه به خوب او راحت څه کړمه
ستا سر چې وي ټيټ، نو به زه شان او شوکت څه کړمه
مسته به دې خاوره کړم په وينې مستانې زما
اى زما وطنه! د لالونو خزانې زما

يا خو به دې سيال کړمه وطنه د جهان
يا به ستا په پښو کې تورې خاورې کړمه ځان
زه به دړې وړې شم خو تا به کړم ودان
نر يمه پښتون يم تا ته يادې افسانې زما
اى زما وطنه! د لالونو خزانې زما


The Great Ghani Khan

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←