اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

چې مې نظر په يو نظر کې بند شو
داسې مې زړه په يو بشر کې بند شو
اى د ازاد نظر ازاد پر وازه
څنګه وزر دې په سفر کې بندشو
اوس مې نظرپه نورو لارو نه ځي
چې مې نظر په يو ټکرکې بند شو
چې مې نظر په هر لور ښکار کولو
څنګه دعشق په يو چکر کې بند شو
دا کوم نظر داسې اسير کړو بورا
د غاړې هار شو په هنر کې بند شو

Omar Bowra Zamani

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←