د لوى غني فلسفی شعرونه
ښاغلي ايمل خان ليکلي:
لوى غني ، شاعر، مجسمه جوړوونکى، پوه، اديب، سياستوال، د مينې، سولې او روغې جوړې خاوند، د باچا خان د زړه سر، لېونی فلسفی شعرونه دلته وړ اندې کوو ، د غني خان پر ټولنيزه فلسفه او ادبي افکارو باندې څوک څه ناڅه ځان پوهول غواړی نو غوره لار دا ده چې د ده خپل کلام ته ځير شو او ويې لولو.راځۍ چه ېو کوشش وکو٠٠
ما ليدلي محلونه د لندن دي
جينکۍ مستې ازادې ګلبدن دي
ما ليدلي د پيرس ښاپېرۍ ښکلې
په کردار ګفتار خوږې لکه بلبلې
ما ليدلي تاج محل غوټۍ د ګلو
د ډهلي ښکلي ښارونه د مغولو
خو چې ووينم زه خپل د خټو کور
رانه هېر شي محلونه ښايسته نور
دا نرۍ تنګې کوڅې زما د کلي
ورته څه دي د دنيا ښارونه ښکلي
چې خړمخى ورور پښتون مخې له درشي
درنه هېر به ټول ښايست د بحر و بر شي
===============
د سيند د سپينو شګو نه مې جوړ کړلو محل
دې ټول خرګي جان ورته حيران حيران کتل
قالين مې په کې خور کړ، د سرو پاڼو د ګلاب
اوچت يې دېوالونه د سازونو د رباب
يوازې زه پادشاه ومه په سر مې تاج د غم
په خوا کې مې دلبره وه، موسکۍ سترګې پُر نم
===============
چې خمار مستي ترې وځي
شراب ښې ترخې اوبه وي
چې سرور غرور يې نه وي
دا ژوندون، ژوندون د څه وي
چې په ژوند کې سخته نه وي
لکه بې مالګې طعام
چې په خوله کې خندا نه وي
لکه ډک د خاورو جام
ژوند که تل فرني څټل وي
دا خو سپى هم شي څټلاى
که تش نسل زياتول وي
دا غويي هم شي کولاى
ژوند نه خېټه نه ماڼۍ دى
نه ډېرى د سرو لالونو
نه ياران، نه معشوقې دى
نه باغونه د ګلونو.
===============
ژوند خو تله دى يو په مخه
غورځېدل او پاڅېدل دي
ټکى سوز او ټکى ساز دى
څه خندل دي، څه ژړل دي
===============
بابا ته
ستا خطونه ټول زما سر ته پراته دي
زه يې لولم هره شپه دوبار دوباره
کله خاندم، کله ژاړم، لېونى يم
اى زما په بند کې پروت غريبه پلاره
نه، نه ته نه يې غريب ډېر لوى يې اوچت يې
مصيبت هم ستا عزت دى عزت داره
خداى به رحم و په تا باندې لږ کړى
بل ښه زوى به يې و کتلى ستا دپاره
چې تا کې کوم جوهر دى ما کې نه شته
ستا نېکي زما بدي دواړه بېشماره
ته سلار يې د کاروان په نېغه لار ځې
زه کوږ ځغلم لکه اوښه بې مهاره
ستا د زړه فوارې ډکې د مينې
زما زړه دى وچ کوهى نه لري داره
وهم منډې تا پسې خو ته هم ليرې
وينم ستا ايله ايله د پښو غباره
پروا نه شته که په منډو منډو مړ شم
فقط ستا او د خپل قام د نوم د پاره
===============
دسيند دسپينوشګونه مې جوړکړلومحل
دى ټول خرګى جهان ورته حيران حيران کتل
قالين مي په کښې خورکړودسروپاڼودګلاب
اوچت ئې ديوالونه ووسازونودرباب
بيا رنګ مي ورله ورکړودخوبونودشباب
هرګل مې ورله راوستو ماليارمې کړو بلبل
دے ټول خرګى جهان ورته حيران حيران کتل
نرګس مې په غيږراوړهم ميلمه مې کړو رامبيل
دڅانګودشبنم نه مې ښايسته جوړکړو اميل
نسيم په خنداراوړل زيړګلونه دچامبيل
شراب مې ورله ورکړل بيا داوښکودبلبل
دې ټول خرګې جهان ورته حيران حيران کتل
يوازې زه بادشاه ومه په سرمې تاج دغم
په خواکښې مې دلبره وه مسکۍ سترګې پرنم
په غاړه ئې اميل ښايسته دڅاڅکودشبنم
ماشومه نازنينه پاکه ښکلى لکه ګل
دې ټول خرګې جهان ورته حيران حيران کتل
The Great Ghani Khan
