دپېغلو سترگو سلامونه
سحر هغسې نه وي، مازيگر هغسې نه وي
اوس زړه مې بند په څڼو کې د لمر هغسې نه وي
يو خوب و پو پناه شو چې په خوب کې مې ليدلې
اوس ډېر خوبونه وينم خو منظر هغسې نه وي
چې کله هم باران وشي دغرونو غاړې گورم
سپرلى وي او گلونه خو يو غر هغسې نه وي
اوس ما ځوروي نه، د پېغلو سترگو سلامونه
دا زړه مې خدايزده مات شو که نظر هغسې نه وي
نن سترگې غړولى شو تيارو کې ستوري وينو
تر عمره به زموږه مقدر هغسې نه وي
يو درد مې و په زړه کې چې غزل زما غزل و
اوس هم شعرونه ليکم خو اکثر هغسې نه وي
عزت الله شمس زئی
