اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

دماشومي ملالې دروغتیا په هیله

دماشومي ملالې دروغتیا په هیله

شاعر: ولی محمد نورزی

د پښتون دقام غښتلې ښائیستي ملالې ښه سي

دعلمیت دکورڅراغ بلې ډیوي ملالې ښه سي

دخیبردغرولمن کي چي پیداشوی ته نړۍ ته

دسوات د سیمې ګرانې پښتنې ملالي ښه سي

دظالم مرمي نا څا په بي خبره پر تا راغله

دغرورله ویاړه ډکي نګینې ملالې ښه سي

ستا دهیلولوی ارمان به کله بیا پوره کيږي

په غمونوکي رانغښتې نازداني ملالي ښه سي

تاته ټول خلک دعا کي سپلنې درته دودیږي

دکوما څخه راووزه، شګوفي ملالې ښه سي

نړي ټوله ستا دزخم دجوړښت تداوي غواړي

دهمزولوڅخه ورکي ګل دستي ملالې ښه سي

دواړه لاسه په دعاووپورته کیږی نن وتاته

نورزی هم درته دعا کړی ګلالې ملالې ښه سي

زما وړوکي ملالۍ خوری

شاعر: عبدالحفیظ ملیار

زما وړوکي ملالۍ خوری

زخمي زخمي ای ګلالۍ خوری

زما د ګلو ګلغوټۍ خوري

ای با همته سپیلنۍ خوری

په وچو شوڼډو کې مسکۍ خوری

ته لا د ګل په څانګه

لا غوړیدلې نه وی

لا خندیدلې نه وی

د مسیدو او غوړیدو په حال وی

ستا امیدونه ار مانونه خورې

دا دوطن او تمدن په خا طر

د ازادۍ او سر لوړۍ په خا طر

د سپین سحر د دا ځلانده لمر

د سپیني سړیکې په څیر

په ځلیدلو کې وی

د میوندۍ ملالۍ

دحسیبې اونا هیدې شهیدې

او د وطن د باعذته خویندو

او د وطن د شهیدانو د ارمان په خاطر

تا اواز پورته کړلو

ولې مکاره دا خونکاره بې فرهنګه خلکو

د انسانیت او بشریت دښمنان

د پښتنو د ازادۍ قاتلان

( د پاکستان حکومت)

پخپله و ویشتلې

په وینو ولمبیدې

دا ستا په وینو يی لاسون سره کړل

د ستا دا معصوم زړګی

د دوی د بیرحمه زړونو د خوښۍ ښکار وګرځید

او اوس

همدغه د بشر او انسانیت قاتلان

په تا لا ویر هم کوي د درواغو ژاړي په تا

تر څو د خلکو فکر

بل خواته واړوی دوی

زما زخمي زخمي ملالۍ خوری

ستا دښایسته ښکلو ملالو سترګو

دا غیرتي نظر

دا به پښتون ملت ته

لکه ډیوه ځلیږي

ټول به را ویښ ټول به يو ځای کړی سره

ستا انتقام به واخلي

ته خا طر جمع اوسه

ته نا امیده مشې

ته ځوانیمرګه مشې

دا ستا ارمان د پاک انسان ارمان دی

دا ستا ارمان د هر افغان ارمان دی

لری په خواکئ شازلمې ورونه

لری په خواکې د ګلالې ورونه

لری ته پیغلې ملالۍ خویندې

د خوشحالخان بابا زامن لا شته دي

د میرویس خان بابا زامن لا شته دی

هر یو به تا ته دا د ګلو ګیډۍ

درته ډالۍ کړي ګرانی

ستا د ارمان به درته زیری در کړی

واوره چې لوی افغانستان به جوړ شي

تا ته د اوږد عمر دعا کومه

چې په خپل ژون د پښتنو د ازادۍ دا زیری

په خپلو غوږو نو واوری

ملالۍ يوسفزئى څه قصور وو چى بريد باندى وشو....؟
ليکونکى: محمدنعيم کاکړ

چى کله مى دا اواريدل چى په سوات کښې يوه ماشومه چى د خپلو ملګرو سره د ښوونځي څخه بيرته خپل کور ته راروانه وه چى ناولده وسله والو کسانو د دوى ګاډى ودرول او دا پوښتنه ځنيى وکړه چى په تاسو کښې ملالۍ يوسفزئى څوک ده چى کله چا نوم نه ورښوى نو بيا په ملالۍ باندى او د دوى په ملګرو باندى ډزى وکړى. ځه نه پوهيږى چى دا ماشومه باندى ولى بريد وکړى دا څنګه مسلمانان دى چى دوى نه ماشومانه پرهيږى او نه ئى زده کونکى والا پرهيږدى.

ملالۍ يوسفزئى څه قصور وو هغه دا وو چى دوى ولى زده که کوى او دوى ولى نورو انجونو ته وائى چى زده که کول د دوى دپاره ډېر زيات ضرورى دى او دوى ژوند دپاره تعليم ډېر زيات ضرورى دى. او بلى خواته ددې بريد پړاو يو داسى تنظيم په غاړى اخلى چى ځه د دوى نوم اخيستلو پحقله يو ځل سوچ کول غواړم چى دا څنګه طالبان دى چى دوى نن د انجونو تعليم په ضد دى.

ملالۍ يوسفزئى نه يواځى پښتنو بلکه د ټولو نړۍ دپاره يو داسى علم رڼا ده چى ددې رڼا څخه به ټوله نړۍ ماشومان ګټه ځينى ترلاسه کوى. دوى په انجونو باندى ږغ کړى دى چى هغه دى هم زده که وکړى. دوى دا شان جرات چى کله څوک ووينى نو هغه ذهين به حيران شى چى الله پاک(ج) دا کوچنى انجى ته دوى لږ عمر کښې څونى همت، هوشيارى او دماغ ورکړى دى. چى په دا عمر کښې ئى د خپل ملک او ولس د ګټى خبرى کوى.

ملالۍ يوسفزئى جرات او بيدارى ته چى موږ وګورو نو ځموږ پښتون ټولنه کښې ډير کم دا شان ماشومان مخامخ کيږى چى هغه په دونى کوچنى عمر کښې دا شان د تعليم د پرمختيا او ماشومانو ته زده که ورکولو باندى زور ورکوى چى ماشومانو ته تعليم ورکول ډير زيات
ضرورى دى. که موږ په ټولنه کښې ملالۍ په شان داسى نور ملالۍ پيدا شى يا بيا د دوى په لارى روانى شى نو هغه به په ټوله نړۍ کښې د ملک او ولس نوم پورته کړى. ملالۍ يوسفزئى په شان انجونۍ په پيړي کښې يو ځل پيدا کيږى. او دا شان د علم رڼا خو بيا ډير کمه پيدا کيږى. دوى د کوم بيدارى سره کوم پيغام څنګه نورو ماشومانو او انجونو ته رسولى دى هغه د هر چا د وس کار نه دى. دوى د ځان فکر کولو باوجوده تعليم ورکولو باندى زور وکړى دى. او نن هغه به هغه حالت کښې ده چى موږ ټولو ته پکار دي چى ددې دپاره دعاګانې وکړو

ځه د الله پاک(ج) څخه دا دعا کوم چى الله پاک(ج) دى ملالۍ يوسفزئى ته دى ورغتيا وکړى او دوى چى کوم نيکى ارادې کړى دى په هغه کښې دى بريالى کړى. چى په ټوله نړۍ کښې خپل او د قوم نوم پورته کړى. (آمين)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←