اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

زه يم په يو طرف جانان رانه په بل طرف دى
سپرلى په يو طرف خان رانه په بل طرف دى

لېونى نه يم د جانان په چم کې داسې وشو
ځولۍ په يو طرف ګرېوان رانه په بل طرف دى

اخر د چا ومنم داسې تنزول کې يمه
زړګى په يو طرف او ځان رانه په بل طرف دى

کم نصيبۍ دى زما نور څه خبره نه ده
پرهر په يو طرف درمان رانه په بل طرف دى

زه که زرګا نارې وهمه چې جونګړه بچ ده
ګلۍ په يو طرف باران رانه په بل طرف دى

زړګيه ګرانه ده چې څنګه به منزل ته رسم
زه ځم په يوطرف کاروان رانه په بل طرف دى

زه منور زخمي عبسث ميانځ کې اټاله شومه
اميد په يو طرف ارمان رانه په بل طرف دى


Manawor Zakhmi, Naukhaar

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←