غزل
اختره راغلې د وير او سلګو کلي ته
سوال درته کومه لاړ شه بل د خوشحالو کلي ته
زما يتيم ماته سلګۍ کړي تاته څنګ وخاندم
دلته غوغا ده لاړ شه بل کوم د مزو کلي ته
زما د زړو پيوند پيوند جامو به څه اختر وي
زه غريو نيولى يم لاړ شه بل د خندېدو کلي ته
دلته په دې کلي کې غم دى يوه غوغا جوړه ده
ظالمه لاړ شه د شرنګ شرونګ چمبو کلي ته
زما وړې انجونه ژاړي د خپل پلار قبر ته
لاړ شه د ډول د باجو او سرونو کلي ته
يم وچې شونډې سپېرې څڼې لونګين نه لرم
لاړ شه د عطرو د لونګو خوشبويو کلي ته
فرياده دلته مې يتيمه خور کجل نه لري
لاړ شه رنجو دنداسو او د سرخو کلي ته.
Matiullah Faryaad
