اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

د وطن د مور اولاد

مسلمان که مې دی سپین د دواړو سترګو

نو هندو مې دې د دوو سترګو تور

د سني او دشیعه توپیر مې نه موند

ټول جهان مې پسې وکوت کور په کور

هزاره، ترکمن، بلوڅ، پشتون اوزبک

پنځه ګوتې؛ د یو لاس دي د سوک زور

پشه یي، نورستاني او قزلباش هم

دي زامن د افغان پلار، افغانې مور

په جملو او کلمو کله بیلېږي؟

ده پښتو د دري ژبې سکه خور

د تاریخ د معلم نوی سبق دادی :

چې پرون دې وو تربور، نن د دی ورو

که مې وینه په رګو کې پښتنه ده

هر تاجیک ګڼمه خپل سکنې ورور

د وطن د مور اولاد یوو بې توپېره

یو مو ژوند دی، یو مو مرګ او یو مو ګور

دښمنان مو بیلوي او جنګوي تل

د تاریخ لاس به یې مخ کړي ورته تور

ارزي

یوه شېبه د یار په غېږه کې خوب

ښه خوږ په سل ځلې مرګونه ارزي

له موسکو شونډو نه یې خیال کې بوسه

د شوکرانو په جامونو ارزي

د تنګې خولې د خندا یو لیدل یې

د ټول جهان په سرو ګلونو ارزي

خوږې خبرې او د غږ سرود یې

په ترانو، نغمو، شعرونو ارزي

د خوب څپو کې یې د وصال تصور

د ورک فردوس په لذتونو ارزي

د صدفي غاښو یوه بریښنا یې

د (کوه نور) په خروارونو ارزي

د شوخ نظر ویشتل یې نیغ په نیغه

د یوه میېن لښکر په زړونو ارزي

د کوږ اوربل د ویښتو هر یو ول یې

د سمندرو په موجونو ارزي

د بې همتا ښکلا په مخکې یې زمری

لکه ماڼو پروت په اورونو ارزي

شاعر اسدالله زمری

ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←