اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

خمـار مي نه مـاتېږي

غزل

خمـار مي نه مـاتېږي شرابونه بېګانه دي

ساقي راته اشنا دى خو جامـونه بېګانه دي

پښېمـانه درته نه يم بد ګومـانه راته نه سې

جنونه ته مي خپل يې ځنځيرونه بېګانه دي

سجدې ته يې د يار کوڅې ته نه يمه بللى

پردى قاصد راغلى پېغامـونه بېګانه دي

پتنګ په دې محفل کي وزر نه سي خپرولاى

لمبې پکښي سړيږي پانو سونه بېګانه دي

دې ښار کي ربابونه د سنګسار په غېږ کي غواړه

نغمې ګوتي کي ژاړي شهبازونه بېګانه دي

لښکر د غمـازانو دي له کومه رابللى

جانانه سـتا په کلي کي مي پلونه بېګانه دي

چي زمـا د لېونو چيغو جواب ورسـره نسـته

يا زه يم بدل سوى يا دا غرونه بېګانه دي

غرور مي له ناکامه تش آسمـان ته کچکول نيسي

ازل خو داسي نه و قسمتونه بېګانه دي

سـتا دم د مسيحا دى زه منکر ور باندي نه يم

طبيبه لاس دي جار سم پرهـارونه بېګانه دي

سجدې د جهـاني پر تندي مه غواړه زاهده

په دې سـرکښه ښار کي محرابونه بېګانه دي

غزل

ســاقـــــې هو ښیار یمه خمار ا و مستان دواړه وینم

ستــــــــا په محفل کي غما زان او رندان دواړه وینم

چـــــــې مې تندې کی ورلیــږلې مسافری ســــــجدې

هـــغـــه مســـجد کی مې رقیب او جانان دواړه وینم

ګورئ تـــــــخـــمــــونـــــه د ریـــا کرې په غبرګو لاسو

نن په محراب کی خلکو شیخ او شیطان دواړه وینم

داسی بـه زر ځله غوسه سې لیـــونـــی محــتـــســـب

زه دی ګودر باندې امیل او ګــــــریــــوان دواړه وینم

څو به مې ستر ګی درلیــږ م د سپــــــیلنـــیـــــو ســـــره

تر سره سالو لاندې دې ټیک او پیزوان دواړه وینم

ماته کلونه زولــــــــــــــــني پـــــــر لـــــمــن ولی لیکې

د زلیخا په تورکې خــوب او زنــــدان دواړه ویــــــنم

مـــرګـــیـــه پــــــریـــږده له قسمت سره ګوندې مه کره

زه داســــی ګل یـــــــم چې بــهار او خـزان دواړه وینم

ملګرو ږغ د قــــافــلی د يسترګۍ پـــــټـــي نــــه کــــئ

پر دې ربات بـــانــــــدی جرس او کاروان دواړه وینم

هسې پــــه نـــــوم د جــهانــې تـــاریـــکې شپې لیکلې

کنه موجونو کې ساحـــل او تــــــو پــــــان دواړه وینم

شاعر : عبدالباري جهاني

ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←