داولس میړنی
د پردو چې څوک تقليد کوي، پردى شي
چې د خپلو کړي پالنه مېړنى شي
مېړنى د اولس نه مري تل ژوندى وي
که هر څو د ځمکې لاندې ئې کورګى شي
معنوي پانګه چې څوک خپل قام ته پرېږدي
د قامي ذهن نه کله بيا وتى شي
په تاريخ کې د غيرت به ئې نوم يادوي
چې د قام او د وطن نه څوک لوګى شي
چې د پت، ښېګړې، تورې، وفا جوړ وي
هغه (ستوری ) په اسمان کې ځلېدى شي
شاعر : کبیرستوری
ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود
