هغه موږ چې په ظلمونو کې پناه شوو
يوه کنده چې تازه ده کيندل شوې
او تر څنګ يې لاس تر شا کسان ولاړ دي
د چا سترګې په شملو د چا په بل څه
بس تړلي دي او هک حيران ولاړ دي
څوک د لارې لاروي څوک جنګيالي دي
خو اوس ټول د ملامت په شان ولاړ دي
بس يو څو ګامه د مرګ په شانې لرې
وسلوال دي، څو غوښن ځوانان ولاړ دي
***
دادي اوس يې ورخطا کړل لاس تړلي
او له پاسه يې په سرو ګولیو ولي
تورې خاورې اضافه له کندې پاتې
او له مړيو شوې روانې دندې پاتې
***
خو لا اوس هم د يو تن وجود ژوندى دى
وچې شونډې يې په دې خبر خوځيږي:
اخ زخمونو ته مې خاورې راګډيږي
اوف دا خوله مې نور ه خاورو نه ډکيږي
اخ د څنګ ملګریه نور خداى پاماني کړه
اوف وړې وړې سلګۍ تر غوږه کيږي
اخ دردونو يوه شيبه را نه هېر نه کړل
هر بچى مې دواړوسترګو ته دريږي
اخ ژوندون نامرده نيمه لار کې پرېښوم
اوف د مرګ لاس مې تر ستوني را رسيږي
***
اوس نو مرګ راته په يو قدم ولاړ دى
اوس زما د کور په وره کې غم ولاړ دى
اوس نو زه او سا يو ځاى نه شو تلاى کور ته
بېکسي به اوس پکى شي د غم اور ته
***
ما د ((زاڼې)) وروستۍ هيله پوره نه کړه :
ماته ژاولې به راوړې خو چې راتلې ته
(( پيکۍ)) ! مانه هر يو کار نيمګړى پاتې
رسوې به يې تر سر په حوصلې ته
پام (( خوشحال)) د معيوبيت احساس ونه کړي
پورې باسي بې له هرې يوې ويالې ته
د ((نازو)) نازونه پس له دې په تا دي
او يوازې به کړې ټولې فيصلې ته
***
((پيکۍ)) يوه خبره ده راځنې پاتې
ها کڼه مور مې ويده راځنې پاتې
پس پيري يې نوره لاړه په خواري شوه
دخولې حق به ورکوې که ناچاري شوه
***
اوس مې تن د ګور چينجيو دى خوړلى
تش هډونو نه مې دنورو تر منځ ګېر دى
(( پيکۍ جانې)) ته مې هره ورځ ياديږې
که هر څو له هغه وخت کلونه تير دي
کله، کله مې اولاد خوبو کې ويني
نور نو کړه او وړه زما ورځنې هېر دي
په کڼه مور هديره ده جوړه شوې
او شاوخوا ترينه قبرونه را چاپير دي
لا اوس هم ظلم د واک د ثبوت نښه
لا خو اوس هم مظلومان تر نورو ډېر دي
***
هغه موږ چې په ظلمونو کې پناه شوو
اوس د جيل په تهدابونو کې پيدا شوو
او هډونو مو هر يو تفسير بايللى
اوس مو سترګو د قاتل تصوير بايللى
