اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

لږ راتم شه لارویه

08.01.2014
زما دزیاتو دوستانو په غوښتنه درته نن په دې واورین سهارکې دعربی ادب دجاهلیت دپیر دیوتن غوره او نامتوشاعر امرئ القیس دمشهوري قصیدي ژباړه ډالۍ کووم .
دا نظم دعربي شاعر امرئ القيس دعربي قصيدې ژباړه ده.نوموړی دنبي عليه السلام لۀ بعثت څخه وړاندې تيرشوی دی ، دده دشعر په ښۀ والي اوفصاحت دعربي ادب پوهان اوشاعران سره يوه خولۀ دي ، او دعربي ادب ځينې تاريخپوهان خوپه دې اند دي چې دامرئالقيس داقصيده په کعبه شريفه ځړول شوې وه.

عبدالحلیم همت

لږ راتـــــــــــم شـــــــــــه لارويه
غم ديارکې اوښکې توى کړو
داچې نښې يې ورانــې نۀ دي
ها ديــارکې اوښکې توى کړو

د((لوا)) دســـــــــــر دپاســـــــــــه
په شــــــګلـــــــــــــــنه ډيره کۍ
د((دخول ))، ((حومل)) ترمنځه
په دې پــــــــــــلـــــــنه ډيره کۍ

داچې نښـــــــــې يې لاپـــــــاتې
داچې اوس هم په خپل حال دي
ساتنـــــدوى د دوی بـــــــادونه
دجــــــــــنوب او دشــــــمال دي
داچې يو خــوايې ((توضح ))دى
داچې بل خوايې ((مقرات ))دى
داچې پچـــــــــو نه يې ډک اوس
ټول ميــــــدان او عرصــات دى

داچې ډک يې هريــــــــــــــولورى
دهوســــــــــــــــــــــو لۀ تورو پچو
ته به وايې پچې نۀ دي
دي دانې دتـــــــــــــــــــورو مرچو

هاسهـــــــــــــــار مې نۀ هيريږي
آ چې بار پـــــکې اوښــــان شول
ها چې پاتې شــــــــــــوم يواځې
اچې دوى رانه روان شــــــــــــول

دکيـــــــــــــــــــــکرو لور ته لاړم
غـــــــــلي غـــــــــــــلي مې ژړلې
لکــــــــه مات څوک مړه غوني
اوښــــــــــکې زما هسې بېدلې
ټول ياران مې راتـــــــــــه راغلل
راچاپيـــــــرل شول خوا وشانه
وى يې مــــــــــــــۀ ژاړه ملګريه
ځـــان دې مــړکه ، لۀ خفګانه

خوهۍ شتـــه رسم دارس کې
زمابل يومســــــــــــــــيحاڅوک
خپلې اوښــــــــــــــکې تويومه
تردې نشـــــــــته بل شفا څوک

نۀ چې داغـــــــــــــــم و يواځې
نورهــــــم ډيرو ډير غمـــــــونه
ام الربـــــــاب ام الحــــــويرث
چې )ماسـل (کې يې کورونه

دهغوبېــــــــــــلتون بېــل غم و
رڼې ورځې مې تيــــــارې وې
هغـــــــــو هــــــــــــــم وم ژړولې
هغــــه وخت مې سترګې سرې وې

چې به پاڅــــېدې خـــــوارۀ به
څه خـــــــواږۀ خـــواږۀ بويونه
ته وا بــــــاد دنسيـــــــم راغى
دلونګــــــــــوپه باغــــــــــــــونه

خـــــــونه داســـــې نوهم نۀ ده
چې ټول عمـــــر مې خفګان و
داسې ورځې هـــم وې ډيرې
چې مې مل ښکــــلی جانان و

نۀ چې ټـــــول عمـــــــــــر ژړيږم
داخـــــــو جز و په يو کــــل کې
هغه ورځ عـــــــجـــــبه ورځ وه
هاچې وم ((داره جــُـلجـــــُل ))کې

هـــــــاچې ماکـــــــــړله حلاله
خپــــــــله اوښــــــه جينکوته
هــــاچې وږې وې په لار کې
هــــــــاګلرخــــــــــه جينکوته

اوســـــــامـــــــــان زمــــــاداوښې
يې تقســـــــــــيم کۀ په اوښانو
هرچاخــــــپــــــله برخـــــــــه يوړه
هرچانيــــــــــــم کۀ په اوښـــــانو

هـــــاغــــــــــــه هم عجب منظر و
چې داوښ غوښې پخې شوې
ټــــــــولو وخــــــــــــــــوړې تربسه
ټــــولې جونې پرې مړې شوې

پســـــــته بل عجـــــــيب منظر و
پر بوټيو ويشــــــــــــتۀ پيل شو
ځـــــــــــونډي دارو سپينو وازګو
پر پـــوټــــــــــيو ويشتۀ پيل شو

هـــغه ورځ چې ورداخـــل شو م
کجـــــــاوې دعُنيـــــــــــــــــــزې ته
هــــغـــــــــه ورځ چې ورنږدې وم
ډيرنــــــــږدې وعُنيــــــــــــــــزې ته

هـــــــغه ورځ چې په غوســــه وه
هــــــغه ورځ چې يې ښيرې کړې
ويل يې مـــــړشې ،زماښپې به
بيـــــالۀ پلي مزل ســــــرې کړې

ويل يې زمااوښ دې ټپي کړو
هـــله ژرکــــــــــــــــوه تلوار کړه
هله اوښ نه مې کــــــــــــــوزيږه
هله ژرشه خداى دې خوارکړه

دايې ويل په داسې حــال چې
کجــــــــــاوه وه ، کـــــــږه شوې
کجـــــــــــــاوه ديــــــــــوۀ تن وه
داپه دوه وه کــــــــــــــــــږه شوې

ماوېل پريــــــــږده داوښ واګې
ځي دې هرخــــوا ته چې درومي
ماشـــــــــــــــړه مـــــۀ دې مېوونه
داکــــميږي نۀ په شـــــــــــــــــومي

مړې ســـــــــــــتاپه شانې ډيرې
بلا انجــــــــــــــونې راپسې دي
جــــــــونې څه چې امـــيدوارې
پس لنــــــــــــګونې راپسې دي

ســــــــتاپه شانې ډيرو انجونو
ته دشــــــــــــــــــــپې يمه ورغلې
اميـــــــــــــــــدوارو پس لنګونو
ته نږدې يمـــــــــــــــــــــه ورغلى

دوى به خـــــــــــــــپله ماته ګرانې
يو شيــــــــــــــبه کې شوې مايلې
په مستۍ به راســـــــه سرشوې
لۀ بچـــــــــــــــــونه وې غافـــــلې

په يوڅنګ به شوې وروړاندې
چې ماشــــــــــــــوم به پــــه ژړاشو
نورې وې به زماغيــــــــــــــــــږکې
ټول نظــــــــر به يې په مــــــــــاشو
دغــــــــــــــونډۍ په ســر يوځلې
تقــــــــاضــــــــــــايې نۀ منـــــــــله
يومظبــــــــــوط قســـــم يې وکړ
استثــــــــــنا يې نۀ منـــــــــــــــله

ماويل پريــــــــــږده فاطمـې نور
دانخــــــــــرې مۀ کړه پـــخـلاشه
اوکه غـــــــــواړې چې جــــلاشې
نوبيابېــــــــــــــــله په رضـــــا شه

ته غـــــــــره يې چې ستـــــامينه
به مامـــــــــــــړکړي بې اجـــــــله
ياچــــې زړۀ ته مې څـــــــه وايې
نــــــــــومني به يې هرکـــــــــــــله

کـــــــه زمــــــــــــاياري دې بدې
يادې بدې کـــــــوم عادت شي
نوبيـــــــــــــــازړۀ که رانه صبــــر
زمازړۀ به هم راحــــــــــــت شي
په ژړا دې هـــــــــــــــم پوهيږم
داچې کـــــله ليمې سرې کړې
داته غــــــــــواړې په دې غشو
زمــــــــــــــازړۀ زرې زرې کړې

زۀ ورغـــــــــــــلې هاخېـــموته
چې چـــــــــــانۀ شو ورکتــــــلی
هاغـــــــــــــه سترو جينکوته
ښـــــــــــــه ډاډه يمـــــــه ورغلى

ښۀ ډاډه يې خــواته ناست وم
ذره نۀ يـــــــــــــــــــم ويرېـــــدلی
زۀ لۀ هاپېــــــــــــــــــــرو اوښتی
زۀ لۀ هاپېـــــــــــــــــــــرو راغلى

چې ټــول وريت وو لۀ غوسې نه
خوکاش څه يې شواى کولاى
چې مې وږي مرګ ته ناست وو
خــوکاش زۀ يې شواى وژلاى
هوورتلـــــــــم چې په اسمان به
ثريـــــــــــــا په ځــــــــــــــليدو شو
لکـــــــه هار دمســـــتې پيغلې
به هرخـــــــــــــــــواپه ځليدو شو

زۀ ورتلـــــــمه داسې وخت کې
لـُئالي يې نۀ و په غــــــــــــــاړه
بس دخـــــوب جامې په تن کې
نورکـــــــالي يې نۀ وو په غاړه

نورکـــــــــــالي به يې ويستلي
دخيمې ترپــــــــــردې شــــــاته
خـــــوب يې نۀ وو بې لۀ مانه
انتظــــــــــار به ناسته مــــــاته

چې يې وليــــــــدم نو ويل يې
تابانې کــــــــــــــــړې زماختمې
تانه لار دخــــــــــــلاصي نشته
تالانې کـــــــــــــړې زماختمې
بس په خداى مې دې سوګند وي
ته بې لارې به ســــــــــــــــــم نۀ شې
ته عجــــــــــــــــــبه ليـــــــــــــــونې يې
په هيڅ لارې به ســــــــــــــم نۀ شې

چې بــــــه اووتـــــــــــــــــــو پېرو نه
دې به خپـــــــــــــــــل سـالوراښکلو
دښپــــــــــوښاپې به شوې ورانې
دســــــــــــــالو په راښــــــــــــــکدلو

چې به تېــــــــــــــــــــرشو قبيلې نه
او ميـــــــــــدان تـــــــه به نږدې شو
چې چاپېـــــــــر ه ترې غونډۍ وى
نورومـــــــــــــــــــان ته به نږدې شو

لۀ کمڅـــــــــــــو به مې راکش کړه
شـــــــــــــوه مايله به زمالـــــور ته
نرۍ مـــــــــــــــلا پيړې پنـــډۍ به
ښه راټيــــــــــــــټه شوه لۀ پـــورته

نرۍ مـــــــــــــلا اوچســــپه ګېډه
تکـــــــــــــــــه سپيــــــــنه ځليدله
سيــــــــــــــــنې سپينې اومهينې
دهــــــــــنـــــــدارې په څيـــــر ګله

دوَجـــــــــرې سيمې هوسۍ ده
يوه ستــــــرګه باندې څارکړي
په يو مـــــــــخ و ماتــــــــه ګوري
او بل مخ رانه کـــــــــينــار کړي

دهوســـــــــــــۍ په څيريې غاړه
خــوبدرنــــــــــــــــــګه لويه نۀ ده
هـــــــــــوګــاڼــــــه يې هم په غاړه
خالي غــــــــــــاړې سويه نۀ ده

تکې تـــــــــــــورې تــــورې زلفې
يې په مـــــلاښايسته پرتې دي
دکجــــــــــــوري دګــــــنـــــګوري
په څـيــر ګڼې دي ، پستې دي

او اوږدې اوږدې کمــــــڅۍ يې
ان ترښـــــــــــــپو پـــورې رسيږي
تــــــــــــردې چې پاس دڅـــــڼــــــــو
پســـــــتو زلفـــــــــــوکې ورکيږي

تـــــــه به وا دظـــــب چينجي دي
نرمې ګــــــــــــوتې سره ســــــــرونه
سپينې ســــــــــمې لـــکــه وي چې
داسحـــــــــــل سپين مسواکــونه

دادمشــــــــــــکو ډک پالنــګ کې
ترغــــــــــرمې پـــــــورې ويده وي
ملانوڅـــــــــــله تړي کــــــــــــــارته
چې بې شمېـــــــــــريې خدمـــه وي

تــــــــــه بـــه وا دراهبــــــــــــــــــــــانو
يولارښــــــــــــــــــوده منــــــــــاره ده
په سپــــــــــين مخ يي رڼـــــــــاکړې
دشــــــــپې هره تيـــــــــــــــــــــــــاره ده

نو پــــــــــــه دې رنګه ښــــکلانه
زاهدان هــــــــــــــــــم نۀ صبريږي
بيالاداچې دبـــــــــــــــــوډيــــــانو
او وړومنــــــــــــځ کې دريـــــــږي

خو ټــــول خلـک چې پاخه شي
لۀ دې کـــــــاره راوزګــــــارشي
خو زمــــــــــازړۀ ستـــــالۀ مينې
خداى خبرچې تـــوبه ګـــــارشي

ســــــــــتادمينې په بــــــاره کې
ډيرکــــــسان دي ماشـــــــــړلي
ماپه ســــــــــخته ځـــواب کړي
ناصحــــــــــــان دي ماشــــړلي

ستاپه مينــــــــــــــــه کې راغلي
په ماډيرې داســـــــې شپې وې
تــــــــورې تــــــــــورې ډارونکې
ته بۀ وا دسيــــــــــــــندڅپې وې

دوى راوړي ډيـــــــــــرغمــــــــــــونه
دوى غوښــــــته ماامتحان کړي
دوى غوښته چې مابې زړۀ کړي
دوى غوښـــــــته ماپښيمان کړي

ماپه دغــــــــــه وخت کــــــې ووې
دې اوږدو او درنــــــــــــــــوشپوته
په مــــــــــــلانيغــې ســــــينه وتې
شاراويســـــــــــــتې تيـــــــارورته

چى شپې ژرکـــــــوه روښان کړه
دسبــــــــاروښـــــــــــــــــــانه لورى
خوســـــــــباترتاښـــــــــــــــه نۀ دى
لۀ سبــــــا هم يـــــــــــم زړۀ تورى

هغه شــــــــــــپې عجبـه شپې وې
دســــــــــــــــبا درک يې نۀ و
تـــــکــــــه تـــــــــــوره تيـــــــــاره وه
درڼــــــــــــــا درک يې نۀ و

جج
تابه وې په لــــــــــويــــــــــو تيګو
پـــــــــــورې ســــتوري دي تړلي
دکتـــــــــــان په څورســـــــــــــــــيو
چې نۀ ښــــــــــــوري دي تړلي

ماډيرځـــــــــــــــلې ستادپــــــــاره
داوبو ګـــــــــــــــــــــــــوډي راوړي
لۀ ډير لـــــــــــرې خولــــې نيولي
په اوږوګـــــــــــــــــــــوډي راوړي

زۀ ډيـــــــــــرځلې ســـــــــــتادپاره
ډيــــــــــــــــرو ژرندونه تېرشوى
وې دخــــــــــــــــره ګيډې ته ورته
داسې کنــــــــــــــــدونه تيرشوى

چې نارې پکــــــــــــــې وهـــــلې
وږو وږوشــــــــــــرمخـــــــــــــــانو
ته به وى مات جوارګـــــــــــردى
چې وي پلار دڅــــــــــــوبچيانو

ده چې چيــــــــــــغه کړه ماوويل
ته مې وروريې زۀ دې وروريم
ته غـــــــريب زۀ هم غـــــــريب يم
ته بې کــــــوره ، زۀ بې کـــوريم

موږ چې څـــــه هم لاس ته راوړو
يوســــات لاس کې بياپناه وي
څــــوک چې دغه کانې کانــدي
تل په بــــــــــــرخــــــــه يې ژړاوي

هاغـــــــه اس باندې به سوروم
چې ښۀ چــــــاغ کم يې ويښته و
دومــــــــــره وخته چې مرغان بۀ
لاپه ځـــــــــالــــــــــــوکې ويده وو

هغــــه اس عجـــــــــــــبه اس وو
تيـــزچارګـــــــــــــام به ځغلېدلو
مخــــــکې وروسته تۀ په منډه
په تيـــــــــزۍ راګــــــــــــرځيدلو

هغـــــــــــــه اس عحبـــــــه اس و
ډيرچـــــټک ډيـــر يې هيبت وو
څومـــــــــره لوى څومره چټک و
هرعــــــــــــــادت يې دصفت وو

ته به واچې لـــــــــويه تيـــــــګه
کـــوم سيلاب ده مخکې کړې
په ټــــــــــــوپونو ښکـته درومي
دغرۀ اب ده مخکې کړى

څــــــــــــــه نرۍ مزې يې ملاوه
چې خپل زين ترې خويېدلو
نورســـــــپاره پرې نۀ شوتللى
ومهيــــــــــــــــــن ترې خويېدلو

وه دسيــــــــــــــــندمهينه تيګه
چې بــــــــــاران ترينه خوييږي
چې پرې ښپه ټينګيدی نۀ شي
ټــــــــول شيان ترينه خوييږي

خــــو _ نه دومــــــره خوارهم نۀ دى
چې په لاره نۀ شــــــــــــــــــــــي تللى
مزى دى خو چټـــــــــــــــــک درومي
بل يې نۀ شـــــــــــــــــي لانديستلى

چې تيزۍ کې به خـــــــــــــــوله شو
ترپهـــــــــــــــــــاربه يې شروع کړ و
لـکه دېګ په جـــــــــوشيدو شي
يوشغــــــــــــــار به يې شروع کړ و

چې به نــــــــــــــورو تيز اســــو نو
لۀ ښـــــــــپوپورتــــــه کړه ګردونه
چې به ســـــــــــــتړي وو ستومانه
چې رالنـــــــــــــــــــډ به يې ګامونه

دې به بيـــــا په داسې وخت کې
دباران لۀ څـــــــــاڅــــــــــکو تيزو
دتيـــــــــــــــزۍ مثــــال يې نشته
لۀ چارګـــــــــــــام يې پورته خيزو

دومــــــــــــــره تيزچې سپکی سپوريې
لۀ ملاايســـــــــــــــته غـــــــــــــــــــورځولو
که مـــــــــــــــاهر سپور به لږ ټينګ شو
لۀ جـــــــــــــامويې خلاصــــــــــــــــــــــــولو

تابه وى چې دکـــــــــــــــــوچنيـــــــــــانو
کاغــــــــــــــــــــذي پــــــــرپــــــــره کى دى
تيزتـــــــــــــــــــاويږي اوشغــــــــــــــــيږي
پرمـــــــــخ ځــــي پــــــــــــــرپـــره کى دى

داســـــــې تيزلکــــــــــــــــه ماشــوم چې
لاس تيز مخـــــــــــکې وروسته وړينه
چې يې تاو پــــــــــــــــرپــــــــــره کى شي
چې پــــــــــــــــوره يې دزړۀ ميـــــــــــــنه

دهــــــــــــــوسۍ په شــــــــــان يې تشي
دفيلــــــــــــمرغ په شان يې پښــې دي
دليــــــــــــــــــــــــوه په شان يې مـــنــــډه
دګيدړعــــــــــــــــــــادات پــــکـــې دي
نه په ويــــــــــــره ګيـــــــــــــــــــدړ نۀ دى
دګيــــــدړ وهي ټـــــــــــــــوپــــــــــــــــونه
دى چـــــــــــارګـــــــــام مخ ته روان وي
شـــــــــــــــــاته پاتى نـــــــــــــــور اسونه

بــــــــــــــلا اس دى بـــــــــــــلاشى دى
بـــــــــــــلاهرڅــــــــــه نۀ چــــــالاک دى
خـــــــــــــوبى شــــــــــــرمه ګوره نه دى
ښۀ باشـــــــــرمه حياناک دى

خپل عـــــــورت يې هميش پټ وي
په لــــــکـــــۍ اوږده مــــــــهيـــــــــــنه
سيــــــــــنه پراخــــــــــــــه لوى اندامې
جلبــــــــــــــوي دســــــــــــــــــــــړي مينه

ته وامـــــــــــــــــلايې پلـــــــنه تيـــــــګه
چې خوشــــــــــــــبوپرې ميــــــده کيږي
ياټکی پــــــــــــرې مړغـــــــــــــــــــــوني
يانکـــــــــــــريزې پرې ټکـــــــــــــــــيږي
په سيــــــــــــنه يې داسې ښکــــــاري
دمخــــــــــــــــکښو غـــــــــواوو وينې
ته وارنګ دی دنکــــــــــــــــــــــــــريزو
په ږمنځـــــــــې ږيرې سپيـــــــــــــــنې

په دې حال کې راښکــــــــــاره شوې
ســـــــارانۍ مســـــــــــتې غـــــواګانې
تــــــــه بـــــــــه وا د(( دوار)) بت وې
باکـــــــــــــــرې منجـــــــــــــــــــــــورانې

نــــــــــــــــــوې پېـــــــــغلې نوې نوزې
لۀ دوار کـــــــــــــــــــــــــــــړي طوافونه
يې اغــــــــــــــــوستي ســـراپـــــــا دي
لوى پراخـــــــــــــــــــــه څـــــادرونـــــــه

چې يې پام شــــــــــــــو زموږ لور ته
نوپه ځـــــــــــــــغاسته شــــــــاته لاړې
تــــــــــورې سپينې تيت پـــرک شوى
پنــــــــاه ګـــــــاه تــــــه شـــــــــاته لاړې
ته وا اميـــــــــل دخـــــــــرمـــــــورو و
چـــــــــــاشــــــــــــريف ماشوم په غاړه
چـــــــې لۀ مينې پــــــــــــــــــرې ټپيږي
مــــــامـــــــــاګــــــان اوتــــــرونه دواړه

چې آس وليـــــــــــــــدې دادومــــــــره
تــــــــــرهيدلې ښــــــــــکلې غـــــواوې
په يـــــــــــــوترپ ترې مخـــــکې لاړو
ته واپښې يې په هـــــــــــــــــــــــوا وې

په يـــــــــــــو رپ کې يې راګـــــيرکړې
دغـــــــــــــــواګــــــــانو مخـــــــــــکښانې
دومــــــــــــــره ژر چې منـــــــــــــــظم وې
لاهـــــــــــــــــــــــا روســـــــــــــته راروانې

يوه غـــــــــــــــــــــــوا اويو غــــوايي يې
کـــــــــــــــړه په بيــــــــــــــړه کې رالاندې
دومـــــــــــــــره ژر چې خــــــــــــــــوله نۀ و
وچ لـــــــــ¬¬¬ــــرګې و لانـــــــــدې بانــــــدې

بيــاپــــــه دوه ډلــــــــــو تقسيم شو
ټـــــــــــولــــــو غوښــــــــــه پخــــوله
چاکټـــــــــــــوۍ وه بانـــــــدې کړې
چاسيخـــــــــــــــــــانوکې منــــــــډله

چې لۀ دې کــــــــــاره راخــلاص شو
نومـــــــــــــاښـــــــــــــام و راروان شو
داس نـــــــــــــــــوره ښـــــــــــکلا هيره
خوچـــــــــــــــارګــــــــــام و راروان شو

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←