اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

ابوالخير ځلاند

عبدالجبار کاکړ

13.01.2014; د پښتو نامتو ليکوال شاعر اديب محقق او دداډيو پاکستان سره دستيئر پروډيوسر په حيث نز دي دري لسيځي پاته شوي او د کوټي دټيلي ويژن وخبرونو دڅانګي سپروائيزر ابوالخيرځلاند دچارشبني په ورځ په حق ورسيدي هم په دهغه ورځ په خپله پلارني هيدره سره غوړګي کښې دخپلوانو دوستانو او خوا خوږو په مخ کښې وخاورو ته وسپارل شو خدائي پاک ودوي ته په خپل رحمت کښې ځائي ورکړي امين ابوالخير ځلاند د کاکړانو د بازئي پښي اړه لرله چي نز دي ۷۵کاله دمخه ميرجان بازئي کاکړ په کور کښې په سره غوړګي نومي کلي کښې سترګي وغړولي خو د زده کړو وروسته دوي خپله پاملرنه د ادب شاعري او دمرينعائي ميډيا سره وتړله خو دوي په مشاعرو کښې د برخي اخستلو دڅنګه په پښتو ژبه نزدي ووه کتابونه چاپ کړو او اوس يې هم ډېرکتابونه ناچاپاپراته دي.

ابوالخير ځلاند دښه کارکرګي په بدل کښې د صدارتي ايوارډ ايالتي ايوارډ چاپا کريم بخش ايوارډ(سوات) او نور ډېرو ياړونه ترلاسه کړي وو نو موړي ډېر دين دوسته دښه اخلاقو خاوند په پښتو مين او خدائي خدمتګارووکه څه هم ديوه سياسي ګوندسره اړه نه لرله خو د هر ګوند په غونډه کښې به برخه لرله او خپل شعربه وړاندي کاوي دوي دخلګو پوه او پوهني داوچته کولو په خاطر د ليک لوست او درسنېو دلاري تر هر چارسوله رښتيا خبره دا ده چي دابوالخير ځلانددرناوي په هر ځائي کښې کيدي او دوي ته ديوه استاد په سترګه ګتل کيدل لوئي څښتن دي او ابولخير ځلاند ته په خپل رحمت کښې ځائي ورکړي دهغه لاره هر چاته ګوري خو نيکمرغه دي هغه چي په نن وخت کښې په ښه نامه ياد شي او څه شاته پريږدي.

کلام

د وطن مينه مي ده د ايمان نخښه

سر دي ولاړ شي خو ايمان له استحکام را

چي د ملک په خير خوشحال په شر غمجن وي

داسي زړه دغسي سر او داسي پام را

د جعفر او د صادق نوم دي او واخلي

د سرباز ټپيو سلطان رنګه اسلام را

زه ځلاند ابو الخير ژوند ابدي غواړم

يعتي مرګ د شهادت پر پت رقام را

د پښتانه کار ټيټيدل او غلامي خو نه دي

که چيري ټيټ شو ويې ګورئ چي حرامي خو نه دي

دا داسي سر دي چي بي خدايه چاته نه ټيټيږي

دا تاريخ ساز دي د دي کار وام سلامي خو نه دي

د عزت ژوند د عزت مرګ دغه دوه کاره د ده

له دي څه ايسته بېخي نشته بلا لاره د ده

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←