نظم
داګلــــونــــه مــــاشومــــــان دي
دسبـــــــا ورځي ځــــــــوانان دي
وقــــــلم تــــــې ضـــرورت دئ
ودې دم تـــــــــې ضرورت دئ
مــــعرفـــت چــــــي پکښي راشي
ټـــولــــــــه ژوندبې روڼ سباشي
مـــــورو پــــــــلار به په نازيږي
امـــيدونـــــه بـــــې غـــــــوړيږي
زمانــــــــه مختــــــه روانـــــــــــه
خلـــــــګ ولاړو تـــــــــرآسمانــــه
اوس دنـــــــوي جنګ آغـــــاز دئ
پــــــــه قلم کښي يـــــه پټ راز دئ
قـــــلــــــم دارنـــــګــــه ډالــــــۍ ده
محتــــرمــــه پـــــــــــرنـــــــړۍ ده
دهــــــرچـــــــــــــا لاس ور رسيږي
مــــاشومان يــــــــه ډيــــــرخوښيږي
خـــــداي ورکـــــــړئ ستر مقام دئ
چــــــــاليدلئ پـــــرډېــــــــــران دئ ؟
ابتــــــداء شـــــوې قــــــــــرآن کښي
دقلـــــــم سپيڅلي شـــــــــــــان کښي
ماشومــــــــــان چــــي کړوپـــــرلاره
دسبــــــــــاورځـــــــــې دپــــــــــاره
دابــــه لــــــويــــه کاميــــــابي وي
بيــــــابـــــه لــــوي الله راضي وي
زمـــوږپــــــرخاوره به سکون وي
بې لــــه غــــمه بــــــه پښتون وي
سولـــه سولــــــه بې پرخوله وي
زمـــــوږپــــــه شاني به بيانه وي
دجــــــــنګونــــوچاپــــېريـال کې
پـــــه نفاق نفاق وبــــــــــــال کې
عمــــري پـــــــــرموږ شــوه تېره
پـــــه جنګونــــــواوپــــــــه وېره
ــــــــــــــــ
په درناوي
محمدعلي عمري
